Home خانه / کور
سيد جمال الدين افغان
سيد جمال الدين افغان
سيد جمال الدين افغان په 1254 ق كال د كونړ په اسعد آباد كي وزيږېدى او دپلار نوم يي سيد صفد وو. د سيد جمال الدين افغان كورنۍ د امير دوست محمد خان دحکومت په وخت كي كابل ته راغى اوهلته ميشت شو.
سيد جمال الدين افغان ډېر ځيرك او هوښيار وو. دفكر پراخي يې دومره وه چي په لږ وخت كي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده كړې .
سيد جمال الدين افغان پر اتلس كلنۍ کې صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، فقه، حديث ، عقايد ، اصول، كلام، منظق، هندسه ، رياضى او طب ختم كړل . ده له ډېر ځراكت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم كوله او په هر برخه كي يې د خلکو د ويښتيا او هوسايني لپاره يو نوى نظر او پېغام ډګر ته را ايستى .
سيد د خپلي پوهي په بركت يې خپل هيواد او نوري ډېر هيوادونه ويښ او د ژوند په رستينې معنی يي پوه كړل . هغه په كونړ كي دسيد فقير بادشاه څخه دينى او عربى پوهنى زده كولې او په كابل كي يې بيا د ګداى ګذري په مسجد كي له لويو پوهانو څخه لوست كاوه . سيد افغان په هند كي يو كال او څو مياشتي تيري كړې. پر تېره زده كړه يې نوي پوهه زياته كړه ، سيد مخكي پښتو،عربې، فارسي او تركى علوم لوستلي و واو په همدو ژبو ږغېدى په هند كي يې انګلېسي او اردو هم زده كړه. سيد په هند كي پر يوه ځاي ديره نه شو بلكى د هند هري سيمي ته ولاړ ، د خلکو سره وکتل او د هغوى د ژوند په اړه خبري ورسره وكړي . سيد ته پر يوه ځاى پاته كېدل د خفګان خبره وه ځكه يې نو د نړۍ ډېرو برخو او هېوادو ته په مناسب وخت كي سفرونه وكړل او د هري سيمى اوهيواد خلک يې د ژوند د رښتينى معنی د پوهېدو لپاره راپور ته كړل. سيد افغان له هندنه مكې شريفي ته ولاړ، حج يې وكړ .. ترحج وروسته بيرته افغانستان ته راغى چي دا مهال لوى پوه او نابغه ځني جوړ شوي وو.
كله چي سيد بيرته هيواد ته راستون شو نو د وخت حكومت امير دوست محمد خان په حاكمه درجه كي ورته اوچت او لوړ ځاى وركړ. څه موده وروسته امير دوست محمدخان د وربيښي ناروغۍ له امله مړ شو. د امير دوست محمد خان دمړيني نه وروسته ،سيد د خپل ځان لپاره وضع سمه ونه ليده ځكه يې بهر ته د تګ اراده وكړ. ددې له پاره چي خپل هيواد او خلکو ته يې خدمت كړى وي نو امير شير علي خان ته ورغي او د رخصتېدو پر وخت يې هغه ته دهيواد د پرمختګ په نيت ځيني مواد وړانتدي كړل لكه په كابل كي د يوې اخبارخپرول، د افغانستان د سياسي خپلواكي اخيستلو اعلان، د كابينې جوړونه، د عسكرو منظمول ، د ښوونځيو جوړول، سړكونه جوړول د پستې او مخابرې وسايل برابرول او داسي نور...
تر دې وروسته سيد جمال الدين افغان له خپلي خاوري څخه په ژوند ولاړ او تر مړينى وروسته پسله ډېره وخته تش تابوت اوهډوكي ګران هيواد ته په خورا درنښت راوړل شول او د كابل پوهنتون په منځ كي ښخ شو.