Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز83009
Yesterday0
Week83009
ماه83009
همه115525

Currently are 8 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

دهرات د مسلمانو خلكو قيام

15.03.2013 (شهادت ورځپاڼه)

مولوي فيضان

شورويان حيران ، او د مرتد تره كي چيغې يي پورته كړې!!

د غويي دنظام منحوسه كودتا ددرواغو،فريب اولاپو شاپوپه بنسټ بناوه، په افغان مسلمان ملت كې يي قاعده اوريښې نه درلودلې ځكه چې دفارسى د متل په اساس چې وايي:(دروغ ګوحافظه ندارد)  دمرتدتره كي نه يوځل ژور نالستانو پوښتنه وكړه چې تاسو كودتا كوله ستاسو تعداد څومره ؤ؟ده وويل:پنځوس زره ،څه وخت وروسته بيا ترې پوښتنه وشوه  ده وويل:چې دخورد ضابط نه تر جنراله پوري،اودمامور اوعلاقدارڅخه دمركزي كوميټي تر منشي او رئيسه پوري ټول خلقيان دي.خودهرات ددينداره اوانقلابې مسلمانوپرګنو قيام دا بي بنياده ادعاګانې پوره رسواكړې،بلكې د دوى باداران او د مسكوخبيثان يي هم حيران كړل.

 

دمحكوم اومعدوم شوروي اتحاد مشرانودغوايه دكودتا د دسيسې كاركونكيوڅخه باربار داشكايت كړي چې دوې موږ ته كومې وعدې راكړې وې هغه يي پوره نشواي كړاې ،موږاوافغان ملت يي تېر ايستلو دزور اوتهديد لاره يي ونيوله په ملت كې ددوي نه نفرت پيداشو ځاي  ځاي ملې قيامونه وشول لكه په يوه مياشت كې دحوت 3 په كابل اودحوت 24 قيام په هرات كې دادي دمسكو د ارشيف هغه سوال اوځواب چې كاسيګين  دشوروي اتحاد دوخت صدراعظم اومزدور تره كي ترمنځ دهرات دقيام څخه وروسته دتلفون له لاري سرته رسيدلى دي.


پدې باور نه ؤ چې په ټولنه كې دانقلاب  او دهغه مخالفين شته دي .تره كى په خپله مركه كې چې دثورپه 16 نيټه خپره شوه وايي(  فكر نمې كنم قشرې داجتماع موجود باشد كه بامامخالف باشد)خوڅومياشتې وروسته هغه په ناڅاپې توګه په انقلاب اوخلكوباورله لاسه وركوي تره كي ته انقلاب هم يو نا څاپي كارو هغه دمحصلانوله مجلى سره په خپلې مركې كې وايي:


زموږ انقلاب داسې ؤ،لكه چې يو غريب سړى په سهار كې له راويښدوسره ديونوي بينس موټر
څښتن شې زموږ انقلاب داسې يو شې ؤ، تركي په هرات كې دناورين په ضد له پاڅون وروسته په عملي توګه خپل انقلا بي اوخلقي باوربايلي اودانقلاب!دساتني لپاره په شوروي ډډه لګوي.هغه له كاسيګين سره په خپله تليفوني مركه كي حالات داډول بيا نوي: تره كى:حالات خراب اوخرابيږې.


كاسيګين: تاسي دكارګرانو، دښار د اوسيدونكو، دوړې بورژوازي،....اونورو په منځ كي ملا تړلري.هلته(هرات)کې څوك شته چي دتاسي پلو وي؟


تره كي: هلته د خلكو له خوا كوم فعال ملاتړنشته. خلك د شيعه ګانو د شعارونو ترتاثيرلاندي دي.......


كاسيګين: هلته كارګران شته دي؟


تره كى : د  1000او  2000  په شاو خوا كي.


كاسيګين: دورنماڅه ده؟


تره كي: زه په دي باوريم چي دښمن نوي ټولګي جوړوي اوتعرض لپاره چمتوكيږي.


كاسيګين: په دي هكله ستاسي نظرڅه دى؟


تره كي: زه له تاسوغوښتنه كوم چي موږته خپل تخنيكي اوعلمي مرستي دپوځيانوپه شمول زياتي كړي.


كاسيګين: داډيره پيچلي خبره ده.


تره كى: پاكستان اوايران زموږ په ضد كاركوي غوښتنه داده چې ته په هرات يوه پياوړى تعرض وكړ دابه ددي امكانات برابركړي چې انقلاب له ماتې وژغورل شي.


كاسيګين: ټوله دنيابه په چټكه په دي پوه شي دښمن راديوګانې لرې اوپه مستقيمه توګه به داحالات خپاره كړي.


تره كې: زه غوښتنه كوم چې خپلې مرستې پراخه كړي.


كاسيګين: موږبه په دي هكله څيړنه وكړو تاسې دايران له مترقي قوتونوسره اړيكې نه لرى....؟ايران دامريكا په وړاندې له دښمنى ډك چلندلري.


تره كى :زه پيشنهاد كوم تاسې په خپلوټانګونو افغاني نښان ولګوئ دتاسې سرتيري كولاي شي دكوشك اوكابل له لاري پرمختګ وكړې زموږپه نظربه هيڅوك په دي هكله پوه نشي دوى به فكر وكړي چې

ددولت لښكرې دي.


كاسيګين:زه نه غواړم تامايوسه كړم ولې ددې كار پټيدل يوناممكن كار دى دوه ساعته وروسته به ټوله دنيا خبره شى هرڅوك به داوايى چې شوروي په افغانستان تيرى كړى موږبه تاسې ته ډير زرټانګونه اونورې وسلې او ورسره مشاورين دروليږو.


تره كى: زه نشم كولاي په دي هكله ځواب دركړم شوروى مشاورين به په دي هكله ځواب دركړي.


كاسيګين: په سلګونوافغانې پوځيان په شورى كې روزل شوي دي دا پوځيان چيرې دي؟


تره كى: دهغوي ډيره برخه ارتجاعي مسلمانان دي موږنشوكولاي په هغوى تكيه وكړوموږپه هغوي باورنه لرو.


كاسيګين: ته كولاي شې پنځه زره 5000 سرتيري چمتوكړې اوموږ به په چټكۍ سره وسله درته ورسو څومره كسان پيدا كولاي شې؟


تره كې: .....موږ يوازي دښوونځيو د دوهمې دورې زده كوونكى اوڅوكارګران چمتوكولاي شوپه افغانستان كې كار ګره طبقه ډيره وړه ده.


كاسيګين: موږپريكړه كړې چې ډير زر تاسې ته وسله، الوتكې اوهليكوپترونه دروليږواو دا ټول بې بيى دي......


تره كى: دا ډيره ښه ده ولې شوروى اتحاد نشي كولاې ازبك،تاجك،اوتركمن په ملكي كاليوكې راوليږې هيڅوك به هغوي ونه پيژني زه غوښتنه كوم چې هغوي راوليږئ هغوي به ټانګونه وچلوي موږ په افغانستان كې داټول ملتونه لرو هغوي دي افغاني كالي واغوندي اوڅوك به هغوې ونه پيژنې زموږپه نظر داډيرآسان كار دي....


كاسيګين: ته خبره ډيره ساده كوې داپيچيلې سياسي اوبين المللې مسله ده موږ به دامسله وڅيړواوتاته به خبردركړو.....


په يوه غونډه كې جنرال والنتين ورلنكوف په دوو مسلو ټينګار كوي


 اول : د نجيب شخصيت اودهغه برياليتوبونه ...


دوهم: د اوپراتيفي كار پراختيا....


په هم دي غونډه كې دامعلومه شوه چې دببرك  دګوښه كيدو وخت رارسيدلې دى،دببرك دپلويانو حال تر ورستۍ اندازې خراب او وارخطا ښكاريده
د كى جى بى رئيس چبرننكو په كابل كې پروت ؤ تر څو دببرك ګوښه كيدل اودنجيب واك ته رسيدل باوري كړي.


دكى جى بى رئيس چبرننكو داسې وويل:ملګري نور احمد نور!شوروى لورى دې نتيجې ته رسيدلى چې په افغانستان كې يوازې داكثريت استازي كولاي شې ثبات ټينګ كړي ببرك هغه څه ونشواي كړاي چې شوروى لوري ته يي ژمنه وركړې وه هغه موږته ژمنې راكړې وې:


دافغانستان خلك په هغه راټوليږي اوجګړه به پاي ته رسيږي .


ګوندې يووالى به بسيا كيږي .


افغانان به دروسانو په ضد پاڅون نه كوي......


اودكارمل څخه شوروي جنرالان داسې شكايت كوي.ببرك يوازي دلنډو هدفونو دلا س ته راوړلو له پاره روغه اوجوړه غوښتله اوهغه هم ايديولوژيكو اصولوته دوفا دارۍ په صورت كې.

 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
April 2017
MTWTFSS
12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930