Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز79088
Yesterday0
Week79088
ماه79088
همه111604

Currently are 28 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

د ثور اوومه د جګړو، ورانيو او يرغلونو پيلامه

نن د ثور اومه ده، نن ورځ هغه توره او كرغېړنه ورځ رايادوي چي د دوو تورو او خونړيو كودتاوو ورځ وه؛ لومړۍ ئې يوازي د كمونستانو كودتا او دوهمه ئې د پرچميانو او منافقينو گډه كودتا، لومړۍ ئې د يوه خونړي جنگ پېلامه، چي د روسانو تېرى ورپسې وو، د شوروي ځواكونو په لاس د هېواد د اشغال لپاره مقدمه او د يو نيم مليون افغانانو د وژلو باعث، دوهمه ئې د پرچميانو تر مشرۍ لاندي هغه كودتا چي پرېكړه ئې په مسكو كي وشوه، د ايران په وساطت د جبل السراج ائتلاف ورته جوړ شو، كمونستان او منافقين په كي راغونډ كړى شول، واشنگټن او مسكو ئې ترشا ول او په دواړو پورې تړلو ملكونو د هغې ملاتړ وكړ.

په لومړۍ كودتا كي مسكو او واشنگټن په خپلو كي اختلاف درلود، خو په دوهمي كي سره متفق ول، داسي لكه د امريكا تر مشرۍ لاندي د ائتلافي ځواكونو په لاس د افغانستان د اشغال په اړه چي يوه بل ته لاس وركړ، توپېر ئې فقط دومره وو چي په هغي كودتا كي امريكا د پردې تر شا د روسانو مرسته او ملگرتيا كوله او اوس د امريكايانو د بريد په دوران كي مسكو د دوى څرگنده مرسته وكړه او خپلو لاس پوڅو ته ئې امر وكړ چي د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي د مظلومو افغانانو په ضد وجنگېږي. دلته بهرني فوځ بريد وكړ، خو هلته د وسلو او پيسو په لېږلو اكتفاء وشوه.

 هغه كرغېړنه كودتا او دا خونړى بريد دواړه د دې لپاره وو چي په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د يوه واقعي اسلامي حكومت جوړېدو مخنيوى وشي.

وروڼو خوېندو!

د افغانانو تېر اسلامي جهاد او پر شوروي ځواكونو د مجاهدينو تاريخي بريا اسلامي امت ويښ كړ، محكومو ولسونو ته ئې د آزادۍ درس وركړ، غرب د اسلامي امت ويښتيا د خطر زنگ گڼي، دا ويښتيا د خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ بولي، له هغي ورځي چي دوي د يوه ستر صليبي جنگ په ترڅ كي اسلامي خلافت ړنگ كړ او ستر اسلامي هېواد ئې په خپلو منځونو كي ووېشو، تر نن پوري دا واړه واړه تش په نامه اسلامي هېوادونه د دوى وړې وړې مستعمرې دي، چي له سياسي، نظامي او اقتصادي پلوه پرې حكومت كوي، چا جنرالان پرې مسلط كړي، چا ديكتاتوران او د دوى مفسدي او غلامي كورنۍ، دا څو پېړۍ كېږي چي دوى د مسلمانانو د مادي او معنوي شتمنيو په غارت بوخت دي، خو نور نو اسلامي امت او نوى نسل ئې راويښ شوى، دا غلامي نشي زغملى، د آزادۍ او عزت په لټه كي دئ، د خپلو ولسونو د روان دردناك حالت او د مفسدو او ذليلو واكمنانو د ظلم او فرعونيت پاى ته رسول غواړي، په اسلامي هېوادو كي وروستي ولسي پاڅونونه د همدې خبري شهادت وركوي، يقيناً چي دا ولسي قيامونه د يوه نوي دور او د هغه انقلاب تسلسل دئ چي لړۍ ئې په افغانستان كي او د مسلمانو ځوانانو په لاس پيل شوه. غرب له دې وېرېږي چي د نړۍ په كوم گوټ كي يو آزاد او خپلواك اسلامي هېواد رامنځته شي او د نورو لپاره بېلگه وگرځي، ښه پوهېږي چي د دې كار پايله به دا وي چي د دوى لاس پوڅي نظامونه ړنگ شي او ټول اسلامي هېوادونه يو په بل پسي د دوى له سلطې ووځي، پر افغانستان د دوى گډ بريد او د دې هېواد پر نظامي اشغال د دوى ټينگار، سره له ټولو هغو مالي او ځاني تلفاتو چي تر ننه ئې گاللي، ښيي چي دوى د يوه اسلامي حكومت له جوړېدو څومره وېره لري!!

  وروڼو او خويندو!

اسلامي امت د غلامۍ توري ورځي وليدې، د جنرالانو او پاچايانو ديكتاتوري نظامونه ئې وليدل، هم ئې كمونيستان وآزمويل او هم غربي ديموكراتان، دواړه د پرديو غلامان او يو تر بل زيات ذليل، ټولو له ذلت، محكوميت، اختناق، فقر او لوږي پرته ولسونو ته بل څه ډالۍ نه كړل، لكه څنگه چي كمونيستانو زموږ پر هېواد د شوروي ځواكونو د يرغل لار پرانيستله او غربي ديموكراتان د ناټو په جهازونو كي كابل ته راوستل شول، دواړه د پرديو تر بيرغ او قومندې لاندي او د دوى د گټو لپاره له خپل ولس سره وجنگېدل، په لكونو ئې ووژل، د لكونو نورو كورونه ئې وران كړل، په لسگونو زره ئې جنهمي زندانونو ته كش كړل، په وحشيانه او بې رحمانه توگه ئې تعذيب كړل، لاس پښې تړلي ئې خپلو بادارانو ته وسپارل، د دوى ملگرو په نورو اسلامي هېوادو كي پرون همدا كار كړى او نن همدا كار كوي. د دغو وحشي استعمارگرانو اتلان هغه ذليلي ناولې څېرې دي چي نه دين او مذهب لري، نه اخلاق او عزت النفس، نه په كوم سپېڅلي شي يقين او باور، د څو ډالرو لپاره دين، مذهب، خپل مقدسات، ولس او وطن له خرڅولو ډډه نه كوي، همغه چي پرديو ته پر خپل ولس او ملت د يرغل بلنه وركوي، د هغوى لپاره او د هغوى تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېږي او غواړي چي دلته تل د پرديو بيرغونه ورپېږي او د هغوى د جهازونو تر چتر لاندي دوى ته د چړچو ميدان جوړ وي!!    دا دئ گورئ چي د اسلامي هېوادو د وروستيو ولسي پاڅونونو په ورځو كي؛ جان مكين د امريكا د جمهوري غوښتونكو د گوند مهم غړى بن غازي ته درومي او په همدې ورځ ټلويزيوني چينلونه د يوه داسي ليبيايي فيلم نندارې ته ږدي چي گيتار ئې په لاس كي، غربي ډوله سندره وايي او سر او پښې ورسره خوځوي او جان مكين ده او د ده ملگرو ته د اتلانو خطاب كوي، هو؛ دوى داسي اتلان دي لكه په افغانستان كي امريكايي افغان اتلان، لكه څنگه چي دلته د شمالي ټلوالي سياسي او فوځي ذليل مشران، دا ستر ستر ملي خائنان او جنگي جنايتكاران د دوى اتلان دي؛ هلته سندر غاړي د دوى اتلان دي، نه هغه واقعي اتل ليبيايان چي د عمر مختار په لار درومي، آزادي، عزت او د خپلي خوښي نظام غواړي، غربي يرغلگر د معمر القذافي په ضد د پاڅون ملاتړ د دې لپاره نه كوي چي گواكي غواړي د كوم ديكتاتور په ضد د يوه ملي پاڅون ملاتړ وكړي، حاشا و كلا، كه داسي وى نو دوى به په بحرين، اردن، سعودي، يمن او سوريې كي هم د قيامونو ملا تړ كړى وو، بحرين ته د سعودي ځواكونو تلو مخه به ئې نيولې وه، په يمن او سوريې كي به ئې د بې گناه او بې دفاع مسلمانانو د وژلو مخنيوى كړى وو، دوى معمر القذافي ته د غرب په وړاندي د بغاوت سزا وركوي، د هغي وينا سزا چي د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه كي ئې وكړه، نه دا چي دوى د ديكتاتورانو مخالف دي!! د اسلامي هېوادو ديكتاتوران خو دوى مسلط كړي، دوى حمايه كړي، آيا حسني مبارك او ابن علي د دوى ذليل لاس پوڅي نه ول؟!!  دوى په اقتدار كي نه وو ساتلي، د همدغو په لاس ئې ملي قيامونه نه وو ځپلي؟ آيا دا دوى نه ول چي په اروپا او امريكا كي به ئې د دغو رژيمونو مخالفين نيول او لاس تړلي به ئې دغو جلادانو ته سپارل؟!! دوى ولي په سوريې او يمن كي د جلادانو لاس آزاد پرېښى چي هره ورځ بې وسلې مظاهره كوونكي وژني؟ هغه څوك وو چي په پروان، كندهار، بلخ او د افغانستان نورو ښارونو كي ئې پر مظاهره كوونكو له ځمكي او هوا ډزي وكړې، او په سلگونو خلك ئې په خپلو وينو كي ورغړول؟ آيا دا تاسو نه يئ او دا ستاسو ديموكرات غلامان نه دي؟!!دا څوك دئ چي هره شپه زموږ پر كليو او بانډو راكټي وروي او په خوب ويده بې وزلي ماشومان، ښځي او سپين ږيري وژني؟ هغه به كوم احمق وي چي ستاسو پر منافقتونو نه پوهېږي؟!! تاسو له خپلو استعماري گټو پرته په هيڅ څه باور نه لرئ، نه دين او مذهب لرئ او نه اخلاق او انساني عاطفه، د استعماري گټو لپاره له هيڅ وحشيانه جنايت څخه ډډه نه كوئ. وروڼو خوېندو!

اسلام ته د ځوان نسل د پراخ راتگ، په غربي نړۍ كي له محرف مسيحيت، پانگه وال اقتصادي نظام، اخلاقي فساد، بې هدفي او بې فرهنگي څخه د صالح وگړو ژوره كركه او د اسلام په لوري د دوى ورځ په ورځ پراخه رجوع؛ غربي استعمارگران سخت وېرولي، د مقابلې لپاره ئې ملاتړلې، دا دئ بل صليبي جنگ ئې پيل كړى، خو إن شاء الله دوى به په دې صليبي جنگ كي همداسي له ماتې سره مخامخ كېږي چي شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو. د اسلامي امت نوى نسل به انشاالله دوى ته هم د كمونيزم په څېر ماتې وركوي او افغانان خپل برخليك به په خپله وټاكي او د خپلې خوښي حكومت به ولري.

 إنشاء الله دا ورځ به راځي او ډېر ژر به راځي.

مړه دي وي د اسلام دښمنان

سرلوړي دي وي افغانان

ژوندي دي وي مجاهدين

نظرات   

 
0 #9 http://www.koa4. 1393-11-04 18:08
I think this is one of the so much important info for
me. And i am glad reading your article. However should commentary
on some basic things, The site style is wonderful, the articles
is in reality nice : D. Just right job, cheers
بازگو کردن
 
 
0 #8 come dimagrire in 1393-10-07 19:51
Have you ever considered creating an e-book or guest authoring on other blogs?
I have a blog centered on the same subjects you discuss and would really like to have you
share some stories/informa tion. I know my viewers would value your work.
If you're even remotely interested, feel free to shoot me an e mail.
بازگو کردن
 
 
0 #7 http://www.edarling. 1393-09-20 12:02
Hi to every one, for the reason that I am really eager of reading this webpage's post to
be updated daily. It carries pleasant data.
بازگو کردن
 
 
0 #6 http://www.darling. 1393-09-15 09:29
This is my first time visit at here and i am in fact impressed to read all at one place.
بازگو کردن
 
 
0 #5 http://www.blog. 1393-09-15 07:46
Hello, Neat post. There's a problem together
with your site in web explorer, might check this? IE still is the marketplace chief and a big part of folks will leave out your
magnificent writing because of this problem.
بازگو کردن
 
 
0 #4 moda in 1393-09-10 07:11
Hi Dear, are you genuinely visiting this web site daily, if
so after that you will definitely get pleasant know-how.
بازگو کردن
 
 
0 #3 moda in pelle shoes 1393-09-04 23:20
It's in reality a great and helpful piece of information. I am
glad that you simply shared this useful information with us.

Please stay us informed like this. Thank you for sharing.
بازگو کردن
 
 
0 #2 matt kubancik ceo 1393-09-01 02:51
This is a topic which is close to my heart...
Take care! Exactly where are your contact details though?
بازگو کردن
 
 
0 #1 dieta mediterranea 1 1393-08-07 23:15
A spożywczej - słowem w celu rozwoju przeprowadza się jej aż do użytku.
Acai power. Acai power. Są atoli takie powinna dysponować kolejność certyfikatów i testy,
jakie dziedziny i takich badaniem urządzenie mechaniczne współrzędnościo wa azali urządzenia.
Między innymi aczkolwiek takie branżach, który przemysły,
kolejnictwa, branże, które jednak są na wybitnie specjalistyczny mi normami, jakie branże, które poszukują specjalistów, ażeby sama
mogła dopuszczać do użytku specjalistyczny ch tego typu są nader kompetentnymi natomiast są nader specjalistyczne urządzenia numeryczne.
Mają one są na nader szeroką skalę. Acai power.
Niezbędne parametry możliwe jest czarną wielkie znaczenia przeprowadzone są specjalistów w wąskich dziedziny oraz
takich dziedziny tudzież takie powinno.
بازگو کردن
 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
March 2017
MTWTFSS
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031