Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز79455
Yesterday0
Week79455
ماه79455
همه111971

Currently are 29 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

زمـــونږ کلتور او فرهنگ

 شفق:

    مونږ په اسلامي نړۍ کې د اسلامي فرهنگ خاوندان يو او بيا په خاصه توگه په خپل هيواد افغانستان او خپله افغاني ټولنه کې ځانگړې کلتور او فرهنگ لرو. زمونږ ښه او پسنديده عادتونه د ستاينې وړ دي چې هغه بايد وساتل شي او دې نړۍ ته راروان ماشومان مو هم په دې خبره وپوهېږي چې زمونږ پلرونو او نيکونو کوم غوره عادتونه درلودل، هغو عادتونو زمونږ په اجتماعي او ټولنيز ژوند باندې څه ډول اغېزه درلوده او مونږ بايد څه وکړو چې په خپل راروان ژوند کې گټور اصلاحات راولو، پسنديده او غوره عادتونه نور هم را خپل کړو او ناپسنديده عادتونه ليرې وغورځوو.

 

زمونږ د خلکو يو غوره عادت دا وو چې د مور او پلار، نيکه او انۍ خدمت کول يې خپله وظيفه گڼله او هر چا هڅه کوله چې ددغه خدمت په لاره کې له نورو زيات استعداد ولري او په خپله ټولنه کې په هسکه غاړه ژوند وکړي. هغه څوک چې دغه وړتيا، نيت، اراده او استعداد لري په رښتيا هم چې د ستاينې وړ دي، د اسلام مقدس دين هم ټولو مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې د مور او پلار د خدمت په لاره کې له خپل ټول توان او طاقت څخه کار واخلي په خاصه توگه د مور خدمت چې هغه د پلار په پرتله څو ځله زيات حق لري او هر مسلمان بايد د خپل پلار او خپلې مور د خدمت لپاره تيار ولاړ وي. نيکه او انۍ هم زيات مستحق کسان دي ځکه انۍ يا نيا زمونږ ميندې او پلرونه په خپله غېږه کې روزلي دي او بيا هغو ميندو او پلرونو مونږ په خپلو غېږو کې روزلي يو او دغه حالت ته يې رارسولي يو. زمونږ نيکه او زمونږ انۍ، زمونږ د پلار او مور خدمت کاوه، مور او پلار زمونږ او ستاسو خدمت کاوه او اوس مونږ او تاسو دا وظيفه لرو چې په ورين تندي د هغو د خدمت لپاره هلې ځلې وکړو ځکه چې د هغو لپاره خدمت کول لوى ثواب او خدمت نه کول لويه گناه ده. نن سبا زمونږ د خلکو په کلتور و فرهنگ او خوى و عادت کې بدلون راروان دى او داسې وېره لرو چې راتلونکي ځوانان به د مور او پلار خدمت کول هير کړي، دوى به داسې فکر کوي چې دنيا او نيکه، مور او پلار خدمت کول زمونږ وظيفه نده او مونږ بايد له خپلو ماشومانو سره ښه ژوند ولرو. دوى دا خبره هيره کړه چې پرون دوى هم د ماشومتوب يوه دوره تېره کړې وه او هلته همدغه ميندې او پلرونه د دوى په خدمت کې وو. زه پرون ماشوم وم نن د ماشومانو پلار يم او سبا به داسې يو بوډا يم چې هر ساعت او هره ورځ به د خپلو زامنو او لمسيانو مرستې ته اړتيا لرم نن ما دغه خبره هيره کړه چې زه نن څنگه يم؟ پرون څنگه وم؟ او سبا به څومره کمزورى کېږم؟ همدا شان زما مېرمن هم پدې خبره نه پوهېږي چې هغه پرون څنگه وه؟ نن څنگه ده؟ او سبا به په کوم حالت کې وي؟ نن هرې خوا ته دا شکايتونه اوريدل کېږي چې زامن ودونه کوي او بيا له خپلو مېرمنو سره د خپلو ماشومانو او خپل ژوند په فکر کې وي. مور او پلار ته دا خبره کوي چې نور نو تاسو پوهېږئ او ستاسو خپل ژوند، مونږ دومره وخت نه لرو چې ستاسې خدمت وکړو، زه مصروف يم، زه وخت نه لرم، زه خپل بزنس او تجارت لرم، غواړم چې زياتې پيسې ولرم او نه غواړم چې خپل وخت د مور او پلار لپاره ضايع کړم، د هغو د مصرف تاريخ تير شوى او بايد ليرې وغورځول شي؟ که چېرې هر خاوند او هره مېرمن داسې فکر کوي نو د دوزخ اور په بيه اخلي او جنت مفت ورايگان خرڅوي، د دوى د دغه بزنس او تجارت نتيجه به همدغه وي، بله نتيجه نه لري، د مور او پلار، نيکه او انۍ لېرې غورځول د جنت له لاسه ورکول دي او دوزخ ته د ورتگ لپاره لاره برابرول، دغه د دنيا تجارت په رښتيا چې ډيره زياته گټه لري او هيڅ ډول تاوان نه لري د دوزخ اور په بيه اخيستل آسانه خبره نده په دې دنيا کې ((نفت و گاز او زغال سنگ)) څومره قيمت لري دا ټول د اور بلولو مواد دي نو د دوزخ اور به څومره بها او څومره قيمت ولري دغه سوداگران چې مور او پلار لېرې غورځوي او د دوزخ اور په افغانيو او ډالرو باندې اخلي ډېره زياته گټه کوي او لازمه نده چې دغه گټه له لاسه ورکړي او خپل گرانبها وخت د دنيا د تجارت او کاروبار وخت د خپلو ميندو او پلرونو لپاره ضايع کړي. د اسلام مقدس دين مونږ ته لارښوونه کوي چې ښځه او خاوند، مېړه او مېرمن بايد يو د بل خدمت وکړي او د خپلو ماشومانو روزنه او پالنه هم خپله وظيفه وبولي خو د مور او پلار خدمت تر ټولو مهمه وظيفه ده. دغه مزاحيه خبره زه ددې لپاره کوم چې ددې دنيا سوداگران ښه په خبره وپوهېږي او دا ورته څرگنده شي چې د مور او پلار خدمت نکول لوى تاوان دى گټه نده. نن سبا په جوماتونو ښوونځيو او نورو ديني او تعليمي مرکزونو کې د کورني ژوند لپاره زيات تبليغ ته اړتيا لرو تر څو زمونږ خلک يو ځل بيا دې خبرې ته پاملرنه وکړي چې د مور او پلار خدمت زمونږ مهمه وظيفه ده هغه وظيفه چې د اسلام مقدس دين مونږ ته راسپارلې ده او په دې خبره زيات تاکيد او پافشارى کوي. راځئ چې خپله اسلامي ښوونه او روزنه هيره نکړو او د خپل تعليمي عمارت د نړيدلو مخه ونيسو- زمونږ ځوانان او ماشومان ښوونې او روزنې ته اړتيا لري دوى بايد وپوهېږي چې مور او پلار د دوى لپاره غټه تحفه ده.

 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
March 2017
MTWTFSS
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031