Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز87505
Yesterday0
Week87505
ماه87505
همه120021

Currently are 10 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

د رسول الله (ص) د یوی معجزی په کشف د (نا سا) سل ملیارد ډالر مصرف شول

Nasa 200 قال الله تعالی : اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ ()   د نبوت په لومړيو کلونوکې د مکې خلکو له پيغمبر عليه السلام څخه غوښتنه وکړه ، وېل: که ته ريښتونى پيغمبر يې نو موږ ته سپوږ مۍ دوه ټوټې وښايه، که داسې دي وکړل نو موږ به ايمان راوړو، پيغمبر عليه السلام دعا وکړه؛ نو الله تعالى يې غوښتنه پوره کړه او خلکو کتل چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه ، يوه ټوټه يې د “صفا” بله د “قَيْقُعان” غرونو ترشا داسې ولاړه چې ترمنځ يې د حراء غر ښکاره شو؛ خوددې حقيقت له څرګندېدو سره سره د مکې مشرکانو بياهم انکار وکړ او پيغمبر عليه السلام ته يې وويل: تا ز موږ په سترګوجادو وکړ ، بيايې ويل :

   دى خو په ټولو خلکو جادو نشي کولى، ګورو به که ز موږ مسافر يا د ليري پرتو سيمو خلک راغلل او هغوى هم دا پېښه ليدلې وه نو سهي ده، څه موده وروسته هغوى راغلل او دا پېښه يې تائيد کړه، په خپلو سترګو يې ليدلي ول چې سپوږ مۍ دوه ټوټې شوې وه؛ خو بيا هم دوى و نه منل او ويل يې : دا يو دوامداره جادو دى، نو الله تعالى دا اياتونه رانازل کړل : اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ (1) وَإِنْ يَرَوْا آَيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ (2) ژباړه: قيامت رانژدې شو او سپوږمۍ و چوده (١) او دوى چې کومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه را روانې کوډې دي(٢) د دې ايت په تفسير کې زياتره مفسرينو ليکلي دي، چې د شق القمر (د سپوږمۍ چودلو) پېښه د مکې په “منى” کې رامنځته شوې ده او مفتي شفيع رحمه الله په خپل تفسير معارف القرآن کې ليکلي دي : د هند “تاريخ فرشته” نومي مستند او باوري کتاب کې راغلي دي چې په هند کې “مهاراجه ليبار” دا پېښه په خپلو سترګو ليدلې وه چې بيايې له همدې امله ايمان راوړ دغه راز د حديثونو په کتابونو کې هم د دې پېښې په اړه ډېر روايتونه رانقل شوي دي: عَنْ اَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ـ رضي الله عنه اَنَّ اَهْلَ، مَكَّةَ سَاَلُوا رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم اَنْ يُرِيَهُمْ آية، فَاَرَاهُمُ الْقَمَرَ شِقَّتَيْنِ، حَتَّى رَاَوْا حِرَاءً بَيْنَهُمَا. رواه البخاري  انس بن مالک رضى الله عنه وايي : د مکې خلکو له پيغمبر عليه السلام نه و غوښتل چې کومه معجزه ورته و ښايي؛ نو سپوږمۍ يې دوه ټوټې ورته و ښودله تر دې چې د دواړو ترمنځ حراء (د حراء غر) هم وليدل شو. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ ـ رضي الله عنه ـ قَالَ انْشَقَّ الْقَمَرُ وَنَحْنُ مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم بِمِنًى فَقَالَ ” اشْهَدُوا “. وَذَهَبَتْ فِرْقَةٌ نَحْوَ الْجَبَلِ. په بل روايت کې عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وايي: سپوږمۍ دوه ځايه شوه او هغه مهال موږ د پيغمبر عليه السلام سره په منى کې و، هغه صلى الله عليه وسلم وويل: تاسو ګواه اوسئ او يوه ټوټه يې د غره لور ته ولاړه امام مسلم رحمه الله روايت رانقل کړى، وايي: عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وويل: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ بَيْنَمَا نَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِمِنًى إِذَا انْفَلَقَ الْقَمَرُ فِلْقَتَيْنِ فَكَانَتْ فِلْقَة ٌوَرَاءَ الْجَبَلِ وَفِلْقَةٌ دُونَهُ فَقَالَ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ” اشْهَدُوا “

عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وايي: موږ د پيغمبر عليه السلام سره په منى کې و چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه، يوه ټوټه يې د غره شاته ولاړه او بله د غره مخ ته؛ نو پيغمبر عليه السلام وويل: تاسو ګواهان اوسئ  دنا سا یو ه څیړونکی وایې هغه امریکایي سفینه کلمنتاین چی دڅوکالو راپدی خوا چی دسپوږمۍ په مدار ګرځي اودتحقیقاتو کارکوي او زمونږ دسلو ملیاردو ډالرو څخه زیات پرې مصرف شوي، خو یو ډیر مهم رازیې کشف کړی ،چی داراز په نورو سیارو او سپوږمیو کښې نشته ، هغه داچی دا سپوږمۍ سلګونه کاله دمخه په دوه مساوی برخو ویشل شوي اوبیرته سره یوځای شوي ،دې اوردني څیړونکې چې کله ناسا ته خپل راپور ورکاوه، نو داسی یې وویل چی دا د۱۴۰۰ کاله دمخه موضوع ده ،چې دمسلمانانو دپیغمبرص یو معجزه ده، چی دوی (شق القمر) بولي، ددې نه وروسته ناسا خپلو څیړنوته بیا ادامه ورکړه، خوددې دوه ټوټي کیدوهیڅ علت یي پیدانکړ.

Nasa 380

 

 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
May 2017
MTWTFSS
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031