Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز79086
Yesterday0
Week79086
ماه79086
همه111602

Currently are 4 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home
د خیانت سزا
لیک: نثار احمد صمد

د خلیفه هارون الرشید تر مړیني وروسته د هغه د دوو زامنو مأمون او امین تر منځ د سلطنت په سر شخړه شوه، څو چي مأمون بریالی شو او امین مجبوراً د خپلو وفادارو ملګرو سره فرار وکړ. د امین د صادقو ملګرو څخه یو د ده نژدې مشاور هم وتښتېد چي فضل نومېده. فضل د ده د پلار د امارت پر مهال وزیر وو.

مأمون الرشید ډېر کوښښ وکړ چي فضل پیدا کړي او وئې وژني خو بریمن نه شو. بالاخره ئې دا وظیفه خپل یو وفادار ملګري ته وسپارله چي شاهک نومېده. شاهک هم اعلان وکړ چي که هر چا فضل را پیدا کړ نو هغه ته به د سرو زرو یو زر سِکې د انعام په توګه ورکړي . خو د دې سره سره شپږ کاله تېر شول د فضل هیڅ درک معلوم نه وو چي چیري دئ او هیچا ته ئې پته معلومه نه وه.

آخر فضل د خپلې ګوښه نشینۍ او فرار څخه بیخي ستړی شو څو چي یوه ورځ دملنګ په لباس کي ښار ته راغی او شاوخوا ګرځېدی خو هیچا هم نه پېژنده. بس په دې ډوليې هره ورځ په ښار کې چکر واهه څو چې یوه ورځ د مأمون الرشید پوځیانو وپیژندی اوحمله ئې پر وکړه خو فضل په ډېر تکلیف ځان ورڅخه خلاص کړ او وتښتېد او هغوی تر شاپسي ځغستل. په دې منډو کي فضل د یوې زړې ښځي کورته ننوت او پناه ئې ځنی وغوښته.بوډۍ هم پناه ورکړه خو دا مهال هماغه پوځیان چي په فضل پسي را ایله شوي ول،راورسېدل او بوډۍ ته ئې وویل چي هغه سړی څه شو؟ هغې چي اوس بهانه ورته جوړوله،هلته ناببره فضل سلگۍ وکړې. سپاهیانو وپوښتل چي دننه څوک دﺉ؟ بوډۍ ورته وویل چيزما وراره دئ او پس له ډېرې مودې څخه کور ته راغلی دئ. پر لارې غلو ټوله شیانورڅخه اخیستي دي او هغه وږی دئ او په کور کي هم څه نشته چي ورئې کړم نو ځکه د لوږيڅخه فرياد کوي. هغې سپاهیانو ته داسي ډاډ ورکړ: تاسي زما دغه ګوتمۍ واخلئ او پهبازار کي ئې وپلورﺉ او په پیسو ئې لطفاً ما ته خوراکي مواد راوړﺉ. سپاهیانو همګوتمۍ ځني واخیسته او پر خپله لاره ولاړل.

بوډۍ دا مهال فضل ته وویل چي د موقع څخه ګټه واخله او ژر ولاړ شهمبادا چي اوس و نه نیول شې. فضل هم بې له ځنډه راووت او د بوډۍ څخه ئې ډېره مننهوکړه.

کله چي څه لاره ولاړ، نو نورو سپاهیانو وپیژندی او فضل دوري هوريوکتل چي یوه دروازه ئې خلاصه ولیده او بېله ځنډه هغه کور ته ننوت. هغه خبر نه ووچي دا په خپله د شاهک یعني هغه چا کور دئ چي مأمون د ده د نیولو لپاره مؤظف کړیوو. فضل چي شاهک ته وکتل نو هغه اشاره ورته وکړه چي راشه دلته کښېنه او مه بېرېږه.اوس ته زما کور ته راغلی یې او ځکه نو زما مېلمه ګڼل کېږې. دا صحیح ده چي زه تا لهخدایه پر آسمان غواړم خو ته پر مځکه په لاس راغلې، مګر دا هم غلطه ده چي همدلته ديپه دغه حالت کي ونیسم او پاچا ته دي لاس تړلی بوځم. دغسي کار د بې غیرته کسانو وي،راشه دلته کښېنه او په ارامه سره ډوډۍ وخوره او ځان ښه موړ کړه او وروسته ولاړ شه.زما له خوا دلته نه بلکې بل ځای باید ته ونیول شې.

فضل هم په ماړه نس ډوډۍ وخوړه او د شاهک څخه یې ډېره مننه وکړه اووروسته د ده له کوره ووت. څنګه چي سپاهیان هره خوا ورپسې ول، نو فضل د یو سوداګرکور ته ولاړ چي د خپل وزارت پر مهال ئې ډېري مرستي او نېکۍ ورسره کړي وې. سوداګرهم ښه سلوک ورسره وکړ او کله چي فضل د ډېري ستړیا له امله بیده شو، نو سوداګرفوراً خلیفه ته احوال ورکړ او هغوی هم بې له ځنډه راغلل او فضل ئې ځای پر ځایونیوی.

کله چي ئې فضل د خلیفه حضور ته وړاندي کړ نو هغه ځني وپوښتل چي دفراري توب پر مهال څه حالات درباندي تېر شول؟ فضل هم هر څه چي پر تېر شوي ول، ورتهبیان کړل. مأمون چي دا بیان واورېد نو امر ئې وکړ چي هماغه بوډۍ ته زر دینارهانعام ورکړﺉ چي فضل ته ئې پناه ورکړې وه. وروسته د شاهک خوا ته متوجه شو او داسيئې ورته وویل: شاهکه! زه ډېر درڅخه خوشاله یم چي تا د فضل سره ښه سلوک کړی دئ. کهدي دغسی نه وای کړي نو ما به له کاره شړلی وای. وروسته ئې سوداګر ته مخ واړاوه اوداسي ئې ورته وویل: تا د هغه چا سره خیانت وکړ، چي ستا سره ئې ډېری نېکۍ کړي وې.نو تا ته باید ضرور سزا درکړل شی او هغه دا چي د تل لپاره به زما د سلطنت له سیميوځي او نور د دې خلافت څخه تبعید یې. وروسته ئې فضل داسي مخاطب کړ: که ته زما پهوړاندي بغاوت نه کوې نو معاف به دي کړم. هغه ورته وویل چي یا، زه هیڅ بغاوت نهکوم. نو هغه وو چي مأمون الرشید هغه معاف کړ خو سوداګر ته ئې د خپل خیانت سزاورکړه او له هېواده ئې وشاړه.

هو ، ننسبا دغسی حالات هر ځای خصوصأ په اسلامی هېوادو کی مسلط دي چی د رحمان پر ځای شیطان، د صادق پر ځای منافق ، او د الله پر ځای امریکا نمانځی .

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
March 2017
MTWTFSS
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031