Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز82609
Yesterday0
Week82609
ماه82609
همه115125

Currently are 22 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home
د عصبي ناروغيو په علاج د قرانکريم اثرات

 

ژباړن: ډاكترعبد الوحيد (منصور)

حقيقت دادى چې دلوى خداى (ج) رښتينى کلام د ټولوعلومو اساسي منبع ده او ټول علوم په دې کتاب کې پټ دي هغه وخت چې مسلمانانو ددې کتاب په لوري مخه کړې وه نو زيات شمير علمي حقيقتونه يي تري راايستلي وو او دا هغه وخت و چه د نن ورځې پر مختللې اروپاد جهالت او ناپوهۍ په تيارو کې ډوبه وه او د کليسا د واکدارانو ظلم او وحشت خلک د ژوند څخه زړه توري کړي وو پدغسې حالاتو کې د کفاور سترګې د مسلمانانو په لور وې او د هغوى اختراعاتو اوکشفياتو ته به سترګې په ﻻر وو.

نو ځکه خو مسلمانانو د عزت او سرلوړۍ ژوند درلود. مګر كله چې مسلمانانو د خپل رب کلام ته شا واړوله او د الله (ج) کتاب او د پيغمبر (ص) احاديث يې يو دبل د مغلوبولو لپاره استعمالول پيل کړل نو دعزت او سرلوړۍ له هغه مقام نه د ذلت، خواره ، احتياج او رسوايۍ هغې کندې ته لويدلي چې د راوتو لار هم ترې ورکه ده او اوس ددوى سترګې د کفارو پرمختګونو بريښولي او عقلونه يې حيران كړي .

آيا الله (ج) خپل کتاب دهمدې لپاره راليږلى چې مسلمانان يي يو د بل پرضد توجيه کړي او د يو بل د كافرولو لپاره يې وكاروي كه د نامسلمانو د مسلمانولو لپاره ؟

آيا د پيغمبر(ص) احاديث او لارښوونې ددې لپاره ويل شوي چي مسلمانان يې پر يو بل د ځان دغوره والي او خپلې ډلې دحقانيت او دبلې دماتولو او ياهم په مسلمانانو كې دبې اتفاقۍ د خپرولو سبب وګرځوي .

آيا دا دوه بلې ډيوې د جهالت او ناپوهۍ په تيارو كې سرګردانه او لاره وركي انسانيت ته د سمې او منزل ته درسيدو د پر امنه لارې د ښوولولپاره يعنې اسلام ته رابللو لپاره بلې شوي كه له اسلامه د خلكو دويستو لپاره؟

نه هيڅکله نه !!

بلکې قرآن او احاديث ددې لپاره دي چې مسلمانان يي خپلﻻرښود او د ﻻره ورکي او ستومانه انسانيت د هدايت او آرامۍ وسيله وګرځوي.

افسوس دهغه قوم په حال چې د خپلو هم مسلکو او هم مذهبو په نابودۍ لګيا دي او  داسلام د دښمنانو او استعمار ګرانو د خوشحالولو لپاره يوبل ختموي.

دا څرګنده خبره ده چې قرانکريم يو داسې معجزه ده چې ترقيامته پورې يي بشر له مقابلي عاجز دى دلته د نمونې په توګه د عصبي ناروغيو په علاج كې د قرانکريم تاثير مطالعه کوو:-

الله (ج) د اسراء سورت په (82) آيت کې فرمايي:

(وننزلمِنَ القرآن ما هوشفا ورحمة للمؤمنين )

زباړه : او مونږ دا قرآن د مؤمنانو لپاره د (ظاهري او باطني) مرضونو شفاء او رحمت راليږلى .

د دغه مبارک آيت په هکله د يو مسلمان عالم (ډاکټر احمدقاضي) د تحقيقاتو نتيجه وړاندې کوم:

نوموړي ډاکټر وايي چې د عصبي ناروغيو په علاج کي د قرآنکريم د تاثير په هکله مو يوه ډله مسلمان او يوه ډله نامسلمان عصبي ناروغان انتخاب کړل او دوى مو داسې آرامو اطاقونوته بوتلل چې هلته هيڅ ډول غالمغال نه و، بيا مو دوى ته مختلفې موسيقۍ ( ساز او سرور) واورولې ولې له معايناتو نه وروسته مو وليدل چې د دوى په وضعه کې هيڅ بدلون ندى راغلى.

بيامو مسلمان عصبي ناروغان داسې اطاق ته بوتلل چى هلته د قرانکريم تلاوت اورول كيده په ډير تعجب سره دعصبي سيستم د معايناتو په نتيجه کي وليدل شول چې د دوى عصبي فشار (%97) نورمال حالت ته راټيټ شوې.

پدي وخت کې ځينو ويل چې نه دا  دقرآنکريم تاثير ندى بلکې دا د عربي ژبې تاثير دى نو بيا مو دوى داسې اطاق ته بوتلل چې هلته دعربي ژبې اشعار او ترانې اوريدل کيدې خو وموليدل چې پدوى يي هيڅ تاثير ونکړ.

ځينو ويل چې دا د تجويد تاثير دى بيا مو هغه عربي ترانې په ډير فصاحت او بلاغت سره دوى ته واوريدلې خوبيا يي هم پري تاثير ونكړ.

بيا ځينو ويل چې دا ناروغان خو مسلمانان دي او دوى د قرآن په معنى پوهيږي ځکه پدوى تاثير کوي نو بيا مو غير مسلمان عصبي ناروغان چې له قرانکريم نه بې خبره وو هغه اطاق ته بوتلل چې هلته د قرآن تلاوت اوريدل کيده دا ځل مو بيا په ډير تعجب سره وليدل چې ددې غير مسلمانو عصبي ناروغانو عصبي فشار د قرانکريم د تلاوت په واسطه (%60) نورمال (عادي) حالت ته را ټيټ شوى.

نو اى مسلمانانو ورونو!!! تاسې هم کولى شئ چې د قرآنکريم تاثير په ځان باندې تجربه کړئ هر کله چې له ذهني پريشانۍ او نا آرامۍ سره مخ شوئ نو له اوداسه وروسته د قرآنکريم تلاوت وکړئ بيا به هلته پخپله د قرانکريم تاثير پخپل روح او بدن باندې ووينئ .

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
April 2017
MTWTFSS
12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930