Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز82609
Yesterday0
Week82609
ماه82609
همه115125

Currently are 30 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

له ماشومانو سره د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) غوره چلند

حمید افغان

دالله جل جلاله په خپل حکمت اومهرباني سره دا خوښه وه چې محمد صلی الله علیه وسلم یې دټولو انسانانو له منځ نهنبي غوره کړ ، هغه ته یې داسې ځانګړتیاوي ورکړي چې د بشر په ټول تاریخ کې یوهانسان ته هم نه وي ورکړل شوې ، له همدي کبله دی دټولو انسانانو له پاره په هرسي کېقدوه او نمونه و، الله جل جلاله وایې : { لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِأُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَاللَّهَ كَثِيراً }(الأحزاب:21)

په یقین سره چې ستاسو له پاره دالله په رسول کې ښهقدوه ده دهغه چا له پاره چې دالله او داخرت دورځې امیدلرې او الله ډیر یادوې ،کهموږ درسول الله صلی الله علیه دسیرت مختلفو اړخونوته وګورو نو هغه به دیوه داسيانسان په توګه ووینو چې په ټولو انسانانو کې غوره دی که هغه ته دنبي او رسول پهسترګه وګورونوهغه په ټولو نبیانو کې غوره او خاتم یې دی ، که هغه ته دښوونکي اولارښود په نظر وګورو نو ترټولوغوره لارښود او معلم دی ،که هغه ته دخاوندپه سترګهوګورو نو له هرچا نه به یې د خپل کور اوکوروالو له پاره غوره خاوند اوښه معاملهکوونکی ووینو، که هغه ته دجګړي دقاید په نظر وګورونوترټولو ښه اوزړه ور قاید به یېووینو اوکه له ماشومانوسره د هغه نرم او له شفقت نه ډک چلندترنظرلاندي ونیسو نوپهټولو کې به یې ښه روزونکی او نرم زړی ومومو له ماشومانو سره دده چلندډیر نرم او لهمیني او تعطف نه ډک واوپه دي اړه په دي لیکنه کې د ده له پآک سیرت نه څونموني رااخلم څو موږ له خپلو ماشومانو سره چلند او اړیکي د رسول الله صلی الله علیه وسلمپه نهج او لاره برابر کړو :

له خپل زوی ابراهیم سره :

عن أنس بن مالك ـ رضي الله عنه ـقال: ( دخلنا مع رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ، على أبي سيف القَيْن، وكانظِئْراً لإبراهيم ـ عليه السلام ـ، فأخذ رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ إبراهيمفقبله وشمه، ثم دخلنا عليه بعد ذلك وإبراهيم يجود بنفسه، فجعلت عينا رسول الله ـصلى الله عليه وسلم ـ تذرفان فقال له عبد الرحمن بن عوف ـ رضي الله عنه ـ : وأنتيا رسول الله ؟!، فقال : يا ابن عوف إنها رحمة ثم أتبعها بأخرى، فقال ـ صلى اللهعليه وسلم ـ : إن العين تدمع، والقلب يحزن، ولا نقول إلا ما يرضى ربنا، وإنابفراقك يا إبراهيم لمحزونون )( البخاري )

وفي رواية مسلم يقول أنس : ( واللهما رأيت أحداً كان أرحم بالعيال من رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ )

ژباړه : انس بن مالک رضي الله عنوایې : موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ابوسیف پښ (حداد) کره ورغلودهغه میرمني ابراهیم ته تۍ ورکاوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل زوی ابراهیمعلیه السلام ور واخیست ښکل یې کړ او بوی یې کړ وروسته بیا موږدهغه کره ورغلو او ابراهیم د ځنکدن په حالت کې و کله چې رسول الله هغه په دی حالتکې ولید نو له سترګو یې اوښکي رواني شوې عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه ورته وویل: یارسول الله ته هم (ژاړي) ؟!

رسول الله ورته وویل دعوف زویه ! دارحمت دی او بیا یې وویل :

سترګې اوښکي تویوې ، زړه غمژن دی ،موږ یواځي هغه څه وایو چې دالله خوښه وې پکې ابراهیمه ! موږ ستاپه بیلتانه غمژن یو،دمسلم په یو روایت کې انس رضي الله عنه وایې : په خدای سوګند چې ما هیڅوک هم لهرسول الله صلی الله علیه وسلم نه په اولاد مهربان ندی لیدلی ،
له خپلو لمسیو حسن او حسین سره :

عن عبد الله بن شداد عن أبيه قال :( خرج علينا رسول الله ـ صلى الله عليه و سلم ـ في إحدى صلاتي العشي، الظهر أوالعصر، وهو حامل الحسن أو الحسين ، فتقدم النبي ـ صلى الله عليه و سلم ـ فوضعه ثمكبر للصلاة، فصلى فسجد بين ظهري صلاته سجدة أطالها، قال: إني رفعت رأسي فإذا الصبيعلى ظهر رسول الله ـ صلى الله عليه و سلم ـ وهو ساجد فرجعت في سجودي، فلما قضىرسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ الصلاة، قال الناس يا رسول الله: إنك سجدت بينظهري الصلاة سجدة أطلتها، حتى ظننا انه قد حدث أمر أوانه يوحى إليك، قال: كل ذلكلم يكن، ولكن ابني ارتحلني فكرهت أن أعجله حتى يقضي حاجته )( أحمد ) ژباړه : شداد رضی الله عنه وایې : موږ ته د شپي یاماسپښین اویا مازدیګرپهلمانځه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او حسن او حسین یې په شا کړي وو، هغوی یې کیښودل او دلمانځه له پاره یې تکبیر ووایه لمونځ یې پیل کړ او بیا یې سجدهاوږده کړه شداد وایې ما سر راپورته کړ او ماشوم مې ولید چې درسول الله صلی اللهعلیه وسلم په شا ناست واوهغه په سجده و زه بیرته سجدي ته ولاړم ، کله چې لمونځخلاص شو خلکو وویل : یارسول الله تاسوپه لمانځه کې سجده ډیره اوږده کړه موږ ګومانوکړ چې څه پیښ شواو که وحي درته وشوه رسول الله ورته وویل دا سي هیڅ هم نه و زمازوی مې پرملا ناست ونو ما ته یې خوند نه راکاوه چې بیړه وکړمم ما ویل چې هغه خپلهخوښه ترسره کړي .

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
April 2017
MTWTFSS
12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930