Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز82609
Yesterday0
Week82609
ماه82609
همه115125

Currently are 30 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

روژه د ثوابونو او برکتونو مياشت!

عبدالمنان

په مسلمانانو باندې د رحمتونو، برکتونو او مغفرت مبارکه مياشت روژه يو وار بيا راغله، بختور دي هغه مسلمانان چې ددې مبارکې مياشتې په قدراو اهميت پوهيدلي له هغه څخه ځان ساتي چې الله تعالى ترې منع کړي او د هغو کارونوپه کولو کې گړنديتوب کوي چې الله جل جلاله او د خداى جل جلاله رسول صلى الله عليه وسلم ورته پرې امر کړى.

دا د ثوابونو د لوټ او تالان مياشت ده، د نفلو ثواب يې د فرضو دى د صدقو، خيراتونو او زکاتونو ثوابونه يې هم پکې په څو چنده دي. هر چاته چې الله تعالى مغفرت کوي، جنتونه يې ورپه برخه کوي نو هغه به په همدې مياشت کې د نورژوند  او وختونو  په پرتله په عباداتو، صدقاتو او نورو اجتماعي کارونوکې په ډاگه توپير راولي ځکه چې دا ددې مياشتې غوښتنه ده چې له بدۍ او حتى له صغيره گناه ونو څخه به په کلکه ځان ساتۍ له دې پرته په دې مياشت کې د سرکښو، مفسدينو، بخيلانو او ذخيره کوونکو لپاره همدا تباهي او بربادي بس ده چې جبرائيل عليه السلامورته ښيرا کړى چې هلاک دې شي هغه څوک چې په ده باندې مياشت د رمضان راشي او ده ته بخښنه ونه شي. او د خداى جل جلاله رسول پرې امين ويلي ددغو کسانو لپاره له دې څخهنوره ستره بدبختي نشته.

روژه که له يوې خوا انسان عباداتو لوري ته متوجه کوي دفرايضو پروخت د اداء کولو، او د نوافلو او د عظيم الشان قران ډير، ډير تلاوت ته ي ېه څوي نو بل لوري ته انسان ته د غريب مظلوم او بې وسه د حال څخه د خبريدو درس هم ورکوي، هغه مسلمانان چې الله پاک له سختيو، مشکلاتو او بې وزليو ژغورلي وي هغه همپه دې مياشت کې دوږي او تږي له حاله خبر شي. چې په ژوندانه کې ولږه او تنده څومرهزور لري. خو بدبختانه که بيا هم يو د وس او توان خاوند روژه نيوونکې دغه حالتاحساس نه کړي نو داسې به وگڼو چې دې د روژې مبارکې په ارزښت او اساسي غوښتنې نه دىپوهيدلى. دې بس يواځې په دې پوهيدلى چې خپله خوله له ټاکلي وخت څخه تر بل ټاکليوخته پورې بنده وساتي او څه چې د ورځې د خوراک او څښاک ويني هغه ټول د ماښام لپارهخپلې مخې ته راټول کړي څه چې ترې خوړلي او څښلي شي ويې کاروي او نور چې ترې اضافهشي ويې غورزوي. دغه ورونه له دې نه وي خبر که مونږ د خپلې برخې څخه يوه خرما، يوگيلاس شربت او يا هم يوه ډوډۍ يوه بې وزله روژه دارته ورکړو نو ددې په بدل کې اللهتعالى مونږ ته څومره اجرونه او ثوابونه ټاکلي دي؟ دومره چې زمونږ له خپلې نيولېروژې څخه يې هم ثوابونه ډير دي. نو چې خبره داسې ده او مونږ مسلمانان د اجر اوثواب په نيت د روژې مبارکې مياشتې ته خوشحاليږو نو بيا ولې هغه کارونه کړو چې لوىخداى په هغې باندې مونږ ته تر ټولو ستر اجرونه راکوي.
د وس او توان خاوندانو افغانانو ورونو: د  روژې مبارکه مياشت يو وار په داسېحالت کې په افغانانو راغله چې هيواد يې د صليبي لښکرو لخوا اشغال شوى د حقې لارېتش لاسې مجاهدين په وږې گيډه په وسله وال جهاد بوخت دي. هره شيبه د سرونو نذرانېوړاندې کوي. د خپلو وينو په بدل د دين او خاورې پور لنډوي. خو بل لوري ته بيا دهمدغو مجاهدينو او مهاجرينو کورنۍ په هيواد دننه او بهر د بې وزلۍ شپې سبا کويډيرو ته به پکې د خداى د نعمتونو خوړل يوه معجزه ښکاري. هغه ځکه چې دداسې قيمتۍ پهوختونو کې چې يوه انسان په ډيره سخته د خپلو اولادونو لپاره يواځې وچه ډوډۍ نه شيگټلى هغه به د خداى نور نعمتونه له کومه کړي.
هغه به ځان او د کورنۍ نورو غړو ته خواږه او ترسکونکي خوراکونه څرنگه برابر کړىشي؟
نو ورونو په داسې حالاتو کې زمونږ دين مونږ ته هغه لاره راښودلې چې بايد د خپلودريدليو ورونو سره ځانونه په دردونو کې شريک کړو او همدغه مظلومانو ته له ځانو سرهپخپلو خوښيو، راحتونو او نعمتونو کې ځاى او برخه ورکړو. همدا د يوه مسلمان دکاميابۍ او کامرانۍ راز او لاره ده. که مونږ د وس او توان مسلمانانو خپل بې وزلهورونه د خپلو مرستو حقدار وگڼل او د هغوى د اولادونو په سرونو مو د شفقت اومهربانۍ لاسونه کيښودل نو الله تعالى ډير زيات مهربانه دى زمونږ دغه کړنه به عبساو بې ځايه نه ځي په دنيا او اخرت به د دومره سترو اجرونو مستحق وگرځول شو چېزمونږ لپاره به يې تصور کول هم گران وي اوس هم ورونو چې هيوادوال مو د صليبي ليوانو په خوله کې ددين او خاورې د خوندي ساتلو لپاره په نه ستړيدونکي مبارزه بوختدي بايد مونږ يې قربانۍ او سرښندنې يوه شيبه هم هيرې نه کړو. او د هر لورې چې ممکنه وي ورسره مرسته او ملاتړ وکړو هم يې پخپلو دعاگانو کې ياد وساتو او هم يې دژوندانه د نورو نيمگړتياو په ورپوره کولو کې ورسره تر خپله وسه  مرسته وکړو.دا زمونږه لاره ده همدا لاره مونږ ته زمونږ سپيڅلي دين اسلام راپه گوته کړې چې دالله تعالى عبادت به کوئ د خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم اطاعت به کوئ، د ظالمڅخه به بغاوت کوئ او د مظلومانو حمايت او پلوي به کوئ مونږ که چيرې همدغه شعارونهد خپل ژوندانه د عمل برخه وگرځوله او منگولې مو پرې کلکې کړې انشاء الله د دنيا اواخرت کاميابي ، خوښۍ، خوشحالۍ او نعمتونه زمونږ په برخه دي.

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
April 2017
MTWTFSS
12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930