Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز79088
Yesterday0
Week79088
ماه79088
همه111604

Currently are 22 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home
د روژې د ماتولو په وخت کي مهم اعمال

ليکوال :مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمان الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

متاسفانه موږخلک دروژې دماتولوپه وخت کي ټول پام دخوراک په لوراړوو اوپه دغه مبارک وخت کي ډېره لويه موقع له لاسه ورکوو،چي داسي بايدونه کړوځکه معلومه نه ده چي بيابه زموږپه ژوندکي دامبارکه مياشت راشي اوکنه؟

نو دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لانديني کارونه  که وکړو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي :

۱: په حديث شريف کي راغلي دي ان للصائم فرحتان فرحة حين يفطر و فرحة حين يلقى ربه.
د روژماتي لپاره دوه خوشحالۍ دي، يوه دروژه ماتي په وخت کي او بله  د خپل رب سره د ملاقات په وخت کي. د روژې د ماتولو د وخت خوشحالي خوموپه برخه کيږي،دهغي بلي خوشحالۍ لپاره بايدداسي هڅه وکړوچي داسي روژه ونيسوچي دهغي بلي خوشحالۍ هم مستحق شو.
۲: دروژې دماتولوپه وخت کي دُعاءنه رديږي يعني هرومروقبليږي  نوپه دې وخت کي ډېري دُعاګاني کول پکاردي،خوله بده مرغه چي موږاکثره خلک په دې وخت کي هم له خبرونه وزګارېږو.اوبياکه وزگارشو،نويوازي موتوجه دخوراک په لوروي،په انتظاريو،په دې وخت کي هم راته دُعاءکول گران معلوميږي.
په حديث کي راغلي دي:ددريودُعاءنه رديږي:يودروژاتي دعاءدروژې دماتولوپه وخت کي،دعادل باچادعاءاودمظلوم دُعاء چي هغه الله پاک تر ورېځو پورته کوي، داسمان دروازې ورته خلاصوي اوالله پاک فرمايي:زمادي په خپل عزت قسم وي چي زه به هرومروستامرسته کوم،که څه هم(دمصلحت له کبله) وروسته شي (مسنداحمد، ترمذي، ابن خزيمه،ابن حبان)نودغه وختونه نه دي ضائع کول په کاراوپه دُعاگانوکي پوره برخه اخيستل پکاردي.
يوه خبره چي يادول يې فائده مندراته ښکارېږي هغه داچي په دُعا‌ءکي لاسونه پورته کول ددُعاءله آدابوڅخه دي،که څوک لاس پورته نه کړي نوهم دُعاء کيږي.
دروژې دماتولوپه وخت کي ځيني کسان له دې امله دُعاوي نه کوي،چي فکرکوي،خلگ به راته رياکارووايي،نوله دې تُهمت څخه دځان ژغورني له امله دُعاوي نه شي کولای چي داتاسف ځای دی.نوددې لپاره اسان  علاج دادی چي دلاس له پورته کولوپرته دي دُعاوي وغواړي.
۳: دروژې دماتولوپه وخت کي هغه دعاګاني لوستل کومي به چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لوستلې .دوه يې دلته ذکرکوو:
اَلحَمدُلله الذي اَعَانَني فَصُمتُ وَرَزَقَني فَاَفطَرتُ
(بيهقي شعب الايمان 3\408)
ژباړه:ټول دکمال صفات دهغه  الله لپاره خاص دي چي زمامرسته يې وکړه،نوماروژه ونيوله اوماته يې روزي راکړه،نوروژه مي ماته کړه؛
بله دعاءداده :
ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی
( رواه ابوداود با سناد حسن، مشکات 1\175) {تنده لاړه،رګونه لانده شول اوانشاءالله تعالی اجرثابت شو}
بله دُعاءداده :
اللهم لک صُمتُ وعلی رزقک افطرتُ.
(ياالله!ستالپاره مي روژه ونيوله اوستاپه روزۍ مي ماته کړله)
۴: د ډوډۍ د خوړلو ځانګړي اداب شته، لکه په ښي لاس خوراک کول، بسم الله د خوراک په پيل کي لوستل او داسي نور..
د هغو آدابو په دې مبارکه مياشت کي په ځانګړې توګه مراعت کول پکاردي .
۵: په دې وخت کي دالله پاک شکراداکول چي هغه موږ ته هدايت راکړی، د اسلام مبارک دين يې راپه برخه کړی، د روژې او نورو عباداتوتوفيق يې راکړی او د روژې د ماتولو لپاره يې روزي راکړې ده .
۶: دروژې دماتولوپه وخت کي داهڅه کول چي يوه روژه نيوونکي ته دروژې د ماتولو لپاره څه ورکړو  ځکه داهم يوډېرمهم عمل دی،تردې چي دهغه دثواب په اندازه الله پاک تاته هم ستادخوراک دورکولو له کبله درکوي .
او د اثواب ديوې خورماپه ورکولو او يا د يوه گلاس اوبو په ورکولوسره هم حاصلېږي.
نوپه دې کي پوره کوشش کول پکاردي.
۷: په دې مياشت کي ډېري صدقې کول پکاردي اوبايد
دروژې  دماتولوپه وخت کي دهغوبې وزلو او غريبانو حالت  له پامه ونه غورزووچي دخوراک لپاره په کورکي څه نه لري .
۸: دروژې دماتولوپه وخت کي دځان اونورو مسلمانانولپاره له الله پاک څخه دمغفرت اوبښني دعاوي کول .
۹: داسلام دستر لارښود جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم اودهغه د ملګرو حالت هم بايدپه پام کي ونيسو چي پر هغوی به څوڅوشپې دلوږي په حالت کي تېرېدلې،تردې چي دلوږي له امله به يې ډبري په نسونوپوري تړلې .
۱۰: بايدله ډېرخوراکه ډډه وکړو، نه بايددروژې د ماتولو په وخت کي ډېر خوراک وکړواونه هم  د پېشنمي په وخت کي ځکه د روژې د نيولو يوحکمت او غرض دا دی چي مالدارخلک د لوږو له حالته خبرشي، د هغوی دلوږي اودتکليف احساس دوی ته وشي،که خوراک ډېروکړل شي،چي په روژه کي وږی نشي نوبيادروژې دغه ستر
مقصدانسان ته په لاس نه ورځي.
۱۱: دوژې په ماتولوکي بيړه کول .
په حديث کي راغلي دي: ما زالت أمتي بخير ما أخرت السحور وعجلت الفطور{زماامت به ترهغه پرخيرباندي وي،ترڅوچي دوی پېشنمی ځنډوي اوروژه مات په تلوارسره کوي}يعني داتقوی اوپرهېزگاري نه ده چي څوک روژه په اول وخت کي نه ماتوي.
بلکي داګناه اوبدعت دی.
۱۲: روژه بايدپه خورما (کجورو)باندي ماته کړل شي.
ځکه داسنت طريقه ده اوپه دې کي روغتيايې لويې ګټي هم شته،که خورمانه وه نوبيادي په اوبوسره ماته کړل شي لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي .
۱۳: دروژې دماتولولپاره دحلالي روزۍ هڅه کول.
۱۴: دروژې دماتولوپه وخت کي بايدخپل هغه مؤمنان اومجاهدين  وروڼه هم له ياده ونه باسوچي دډول ډول کړاوونوسره لاس اوګرېوان دي،په ځانګړي توګه زموږپه جګړه ځپلي هيوادافغانستان کي .
هغوی ته بايددُعاوي وکړواوڅه ډول مرسته موچي ورسره په وس پوره وي،هغه بايدترې ونه سپموو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين.

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
March 2017
MTWTFSS
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031