Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز79453
Yesterday0
Week79453
ماه79453
همه111969

Currently are 8 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

د منافقينو علامې او خطر

صفى الدين زاهد يار
نفاق هم د نورو اجتماعي امراضو پشان يو مرض دى چې قديما او حديثاً په ټولنه کې موجود وو او ترقيامته به موجود وي نفاق (النفاق) په کسرى يا زير سره د منافق فعل ته وايي چې په پښتو کې ورته د بيلتون، جدا والى اولري والى معنى ورکولى شو ځکه نفاق په خپل ذات کې د الله جل جلاله څخه د لريوالى په معنى دى يا په بل عبارت منافق شخصيت د الله تعالى له رحمت څخه لرې دى هغه پدې چې نفاق او منافقت په دواړو حالاتو کې کفر ته ورنژدې شي دى، ځينې ورونه شايد منافقت يو عادي امر وگڼي خو حقيقت دادى چې نفاق د کفر او شرک ملگري عمل او فعل دى مثلاً که مونږ نفاق او منافق په دوه برخوو ويشو.


لومړى: عملي منافق:
دا هغه کس دى چې مثلاً په لمانځه کې سستي کوي او يا دا چې د سهار او ماسختن لمونځ نه کوي او يا په نورو فرايضو او سنتو کې له سستى او کاهلى کاراخلي او يا دا چې ځينې نور مامور به شرعي اعمال نه ترسره کوي، سره لدې چې دغه عملي منافق لا د کفر او شرکت بريدونو ته ندي رسيدلى خو په لاره کې دى او د کفر او شرک خوا ته روان دى هغه پدې چې په شرعي او امرو او نواهيوو کې تلپاتې سستي او پرشاتگ سړى حتماً په کفر، شرک، بدعت کې ورداخلوي چې بيا يې راوتل گران وي او په حقيقي معنى دغه انسان هلاک شي.
دا چې د نفاق او منافقينو باب ډيرلويې او خطرناک باب دى او نشو کولاى چې په بشپړ ډول يې د يوه کوچني مضمون په درشل کې احتوى او فوکس کړونو بلاتاخير د نفاق او منافقت دوهمې برخې ته وردانگو.


دوهم: اعتقادي منافق:
دا هغه کس او شخصيت دى چې ظاهراً اسلام او مسلماني څرگندوي او د مسلمانانو سره په ډيرو ښو او شرعي اعمالو کې ظاهراً گډون کوي خو د زړمراندى يې په کفارو او د اسلام له دښمنانو سره تړلى وي، په زړه کې کفار ښه گڼي او پدې معتقدوى چې اسلام نشته، دې ته اعتقادى منافق وايې او دا شخص بلاشک کافر دى او کله هم چې مړشي ځاى به يې جهنم وي سره لدې چې دى به ظاهراً د مسلمانانو ترمنځ مړشي خو دا چې دا شخصيت په زړه کافر او په خوله مسلمان وو نو ځکه به دى په کفر او نفاق کې مري او محاسبه کيږي به راځئ اوس دى دوو حديثونو مبارکو ته پام او کړو چې د منافقينو په اړوند څه وايي:


لومړى حديث:
د منافق علامي درى دي


۱ - کله چې منافق خبرې کوي درواغ به وايي
۲ - کله چې وعده وکړي هغه نه پوره کوي
۳ - او کله چې ورسره امانت کيښودل شي هغه خيانتوي

دوهم حديث:
په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سلو په سلو کې (خالص) منافق دى.
لومړى: په خبرو کې درواغ وايي
دوهم: وعده خلافي کوي
دريم: په امانت کې خيانت کوي.
څلورم: په جنگ کې کنځلې که د دوو پورتنيو مبارکو احاديثو هره برخه وڅيړنو له هرې فقري او شعبې يې کتاب جوړيداى شي، خو دلته يواځې په تلميح او مختصري تشريح او تنقيح بسنه کوو تر څو قراء حظرت ملال او کلال نشي. د پورتنيو احاديثو په رڼا کې چې مونږ او تاسو د نفاق او منافقينو کومې غټې او سترې علامې وليدلي د هغې په رڼا کې ويلاى شو چې د منافقينو علامې تر حده پورته نورې علامې او نښانې هم شته چې د عربي الجزيرې (سعودى) يوه فاضل او دعوتگر او مجاهد شيخ عايض القرني چې د سعودى عربستان د جنوبې منطقې (منطقة عسير) د بلقرن د علاقي اوسيدونکى دي، دغه منطقه (بلقرن) چې د اويس قرنى رضي الله عنه مسقط الراس (ټاټوبى) دى د الباحي، سبت العلايا او (النماص) ښارگوټي ترمنځ پرته غرني ځنگلى شنه منطقه ده چې د افغانستان د جنوب (پکتيا) ځاځيو له ځنگلى سيمې سره بشپړ شباهت لري او ډيره يخه منطقه ده چې ماله نژدې کتلى خو هلته واوره کله نا کله کيږي، سره لدې چې واوره هميشه نه وى خو هوا د سپين غره، ځاځيو، په څير يخه او کرخه وى دا لنډ معلومات مې ځکه وړاندې کړل چې په سعودي عربستان کې د بلقرن د منطقې په اهميت پوه شو چې پخوا پکې جليل القدر، صحابي او يس القرني رضي الله عنه اوسيدوه او اوس پکې د اسلامي نړيوال حرکت دوه ستر ستورى دکتور عوض القرني او دوکتور عايض القرني اوسيږي ترڅو له اصلي موضوع انحراف او انعطاف وه نکړو دکتور عايض القراني په يوه کاسټه يافيته کې دمنافقينو (٣٣) بارزي علامي بيان کړى چې ځينې هغه ورونه چې له عربي قرآني ژبې سره مينه لري او اشنا دې کولاى شي دغه کاست د انټرنټ له لارې راپيدا او په غور سره، يې واورې ترڅو د منافقينونو مزيد علايم او نښانې وپيژني ځان، کورني ملگري او مسلمانه ټولنه ورڅخه وساتي ځکه د منافقينو خطر دا هم او دايم دى، شايد د اوس چې مونږ په کومه ساحه او لوکيشن کې اوسو شاوخوا مو داسې اشخاص تر سترگو شي چې د نفاق او منافقت د مکتب او مسلک سره تړاو ولري.
ترڅو پخپله د نفاق او منافقت ښکار نشو نو سر له اوس څخه بايد تصميم ونيسو چې له هيچا سره به په اثم او عدوان کې مرسته نکوو، له هيچا سره به په غيبت او نمامت کې نه شريکيږو له هيچا سره به د غلا د بورۍ خوله نه نيسو.
د منافقينو خطر پدې کې دى چې دوى اظهار د اسلام او مسلماني کوي خو په حقيقت کې له کفر سره ياران وي، البته دا د اعتقادي منافقينو په اړوند صدقيت کوي خو نن مونږ حتى هغه منافقين چې ظاهراً اعتقادي منافقين ندي خو چې کله يې تر ژورې مطالعې لاندې ونيسو وبه گورو چې همدغه (عملي منافقين) بې له ځنډه په اعتقادي منافقينو (کفارو) بدل شوى، اوسي له مسلمانانو سره کارکوي د کفارو لپاره د مسلمانانو په بريا خفه کيږي او د کفار په تمکين خوشحاليږي، يو سريې له مسلمانانو سره دى او بل يې د امريکايانو سره اوس تاسو درانه لوستونکي قضاوت وکړي چې د چا يو سر له مسلمانانو سره وى او بل يې له کفارو سره وي کوم نوم ورکولى شي مثلاً د کور يو فرد يې له امريکايې ادارې ډالر ترلاسه کوي خو بل فرد يا افراد يې د اسلام ډبرې په سينه وهي او له مسلمانانو څخه په ډيره سپين سترگې معاش ترلاسه کوي او د جهاد دعوه هم کوي، ورونو په چاکې چې هم دا خويونه وي د منافقينو لست ته يې نومونه وراضافه کړي مثلاً د هغه چا په نفاق کې شک مکوي چې د کور يو فرد يې د کفارو سره کارکوي او معاش اخلي او بل کس يې له مسلمانانو سره کارکوي او معاش اخلي د مثال په ډول پلار يې له کفارو سره مشغول کاروي او ځوى يې د مسلمانانو سره او يا برعکس پلار يې د مسلمانانو سره کارکوي او ځوى يا ورور يې له کفارو سره که په چا کې دا علامى وي او يايې دوستان او خپلوان يې پدې منافقت کې ښکيل وي، کوښښ دې وکړي چې ويې ژغوري او که دا ممکنه نه وي نو لدغه خپلوانو او انډيوالانو دې ځان وساتي ترڅو د الهي عذاب او غضب موجب نشي.

 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
March 2017
MTWTFSS
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031