Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز82609
Yesterday0
Week82609
ماه82609
همه115125

Currently are 25 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

د خير البشر صلى الله عليه وسلم مبارک مولود (زوکړه)

محمد نسيم (نعيم زى)

د خير البشر رحمة العالمين صلى الله عليه وسلم د بختور ميلاد (زوکړې) په هکله د خير البشر عاشقانو او د سيرت (سپيڅلى سيرت) پوهانو زياتې ليکنې کړي، الله جل جلاله دې د دوى ليکنې په عبادت کې حساب کړي، زه هم غواړم د هغې مينې له مخې چې له دغې مبارکې ورځې سره ئې لرم څو نيمگړى کرښې وليکم او خپل زړه پرې خوشحاله کړم.

 

د مبارک ميلاد (زوکړې) څخه وړاندې يوازې شبه جزيره نما عرب نه بلکې د تولې نړۍ په مخ د کفر، ضلالت، جهل او نا پوهۍ توره تياره ويړه وه، ظلم، چور چپاول عام و، د کفر، شرک، بې عدالتۍ، بې انصافۍ او باطل پرستۍ په تورو تيارو کې انسانانو له څيرونکو ځناورو څخه ټيټ او محکوم ژوند درلود، د عقل او فکر څخه کار نه اخستل کيدو ځکه چا عقل او فکر پکار نه اچاؤ چا لمر ته سجدې لگولې، چا سپوږمۍ ته، چا ستورو ته، چا اور ته او چا بيا پخپل لاس جوړ کړيو له ډبرو، لرگيو او خرما بتانو ته سرونه په ځمکه لگول (ښودل) او د هر څه غوښتنې به ئې ځينې کولې، خو دومره شعور پکې نه و، چې پخپل لاس يې جوړول او بيا ئې غوښتنه ورڅخه کول له ځان څخه د مچ غوندې د کمزوري دفاع ئې نشي کولاى بيا څنگه ستاسو غوښتنې پوره کړاى شي، جهل او نا پوهي وه، د انساني ژوند په ارزښت او درنښت څوک نه پوهيدل، بې وسه او بې کسه انسانانو ته د انسان په سترگه نه کتل کيدل، غلا، لوټماري عامه وه، د يو واحد الله جل جلاله د عبادت پر ځاى ئې د بې شميره بتانو عبادت کاوه، دومره ظلم وحشت او بربريت ؤ چې حتى خپلې معصومې ماشومې لوڼې او خويندې به خپلو پلرونو او وروڼو په ډيره بې رحمۍ سره ژوندې تر خاورو لاندې کولى، او ددوى زيږيدنه به ئې په خپل کور کې د ځان او کورنۍ لپاره ننگ، عار او لوى پيغور بالو او په ولس او قوم کې به پټ او سر ټيټى گرځيدل، خو دومره فکر ور سره نه و او دا فکر ئې نه کاوه چې دوى له څه (له چا) پيدا شوي او د چا په گيډه کې ئې لس مياشتې تيرې کړي؟ او دا زامن چې پرې وياړي د چا په گيډه کې پالل کيږي او د چا له گيډې را وځي؟

شتمنو او زورورو به کمزوري او بيوسه انسانان د مريونو او ځناورونو په څير استعمالول، درانه او شاقه کارونه به ئې پرې کول او تل به ئې تروټل، د انسانيت ځاى حيوانيت او وحشت نيول ؤ، د عدالت او انصاف ځاى، ظلم او خيانت د ورورولۍ او محبت ځاى، دښمني او نفرت خپل کړى وو، حق ريښتنولي او انسانيت کډه کړې وه، صله رحمي چا نه پيژندله پداسې حال کې د کائناتو خالق رب العلمين جل جل جلاله اراده او غوښته داسې شوه چې د هغې مبارکې ورځې ، مبارک سهار او شېبې تنابونه را لنډ کړي کوم چې په راتلو سره ئې نو د اتورې تيارې په روڼ سباوون او رڼا ورځ بدلې شي، د (جهل) ناپوهۍ، ظلم، وحشت او بربريت په پوهه، انسانيت مينه او الفت واړوي، او دا کفر، شرک او ضلالت په هدايت او د يو رب العلمين جل جلاله چي يوازې هغه د عبادت وړ دى او له هغه پرته څوک د عبادت وړ نشته عوض کړى او دا د الحاديت په تور رنگ د انسانانو په سينو کې د غوښې تور ډبرين شقې زړونه د توحيد، رسالت او ايمان په خوشبويه صابون پاک سپين او سوتره کړي د بشريت دا د کفر او شرک خزان وهلى وچ سپيره گلبڼ او چمن (جهان) د رحمت په باران او شبنم سره خړوبه او په يو ښکلى تازه سمسور او خوشبويه گلبڼ او چمن سره ئې تازه او ښايسته کړي.

هو! ددغې مبارکې ورځې، مبارک سهار او شېبو د راتلو په انتظار، مينه او خوشحالي کې د اوو (٧) اسمانونو پريښتو په کلونو، کلونو شپه ورځ غوږونه څک نيولي ول، د لويو، لويو سمندرونو (ابحارو) په گيډو کي غټو او وړوکو کبانو، سترو نهنگانو او نورو ژوندي څارويو (ژوو) ددغې ورځې سهار او شېبې د راتلو په هيله د لويو، لويو سمندرونو (ابحارو) په گيډو کي غټو او وړو کبانو، سترو نهنگانو او نورو ژوندي سارو (ژوو) ددغې ورځې سهار او شېبې د راتلو په هيله د لويو لويو سمندرونو په څپو کې کله پورته، هاخوا، دا خوا اوړيدل را اوړيدل او چرلکونه ئې خوړل، دا کومه ورځ، کوم سهار او کومه شېبه وه؟!

 

دا هغه مبارکه ورځ، مبارک سهار او هغه شېبه وه چې په هغه کي خير البشر رحمة العلمين صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله حبيب مبارکې سترگې سپړي او تشريف راوړي.

دا مبارکه ورځ او مبارک سهار د (٥٧١) کال د لومړي خور (ربيع الاول) د مياشتې ١٢ مه نيټې، د دوشنبې د ورځې سهار مهال او شېبې وې چې د ثقلينو سردار رحمة العلمين صلى الله عليه وسلم دغې فاني نړۍ ته تشريف راوړي، د هغه صلى الله عليه وسلم مبارکه مور بي بي آمنه داسې کيسه کوي:

د زوکړې (بختور ميلاد) ساعتونه او شېبې را نږدې کيدې، ډيره وارخطا وم چې څه به کيږي، هاتفى آواز ور ته وشو او داسې تسلي ئې را کوله: مه وارخطا کيږه خوشحاله اوسه، ستا له لمنې څخه رحمة العلمين سردار ثقلين صلى الله عليه وسلم تشريف راوړي، ډاډه او خوشحاله اوسه، هيڅ ويره او ډار مه کوه، درد ئې نه حس کاوه، د مبارک د زوکړى (زيږيدو) په وخت کې زما له تن څخه نور اوچت شو چې د شام، روم او کسرا قصرونه ئې ټول روښانه کړل زما له څنگ سره ناستي ثوبيه او ام برکت چي دا روښنائي او نور وليد وارخطا او ويريده چي دا روښنائي د څه ده؟!

يوې بلې ته به ئې د تعجب او حيرانتيا په څير کتل او د يوې بلې څخه به يې تپوس کاوه چي: دا څه وينو؟ يوه شېبه وروسته ئې په لاسه کي ښکلى نوراني ماشوم وليد چي مورزاده ختنه او د نوم (ناف) غوښينه د پړى شکله ټوټې هم ور پورې نه وه، په عبد المطلب زيرۍ وشو او په منډه کور ته ورغى لمسى ئې ور واخست او په دواړو خواوو ئې مچ کړ، آمنې ورته وويل: ما ته هدايت شوى چې نوم پرې احمد کيږدم، عبد المطلب ورته وويل: احمد، يعنې محمد څومره خوږ نوم او ښايسته نوم دى نو نوم ئې پرې محمد صلى الله عليه وسلم کيښود.

دسيرت پوهان ليکي: دا هغه بختور سهار او بختور مولود (زوکړه) دى چي په تشريف راوړلو (زيږيدو) سره ئې باعث شو د چين لوړې ماڼې په ځمکه را پريوځي، د قيصر تخت چپه شي او په شاوخوا کې ئې ټولې کليساگانې ونړيده، د عجمو شان، دروم د بدبه پريوته، او د کسرى ١٤ کنگرې نسکورى شوې.

هو! ددغه بختور زوکړې او زيرۍ سره په ډيره لږه موده کې د حجاز له چاپيريال څخه د جهل (شرک) کفر او ضلالت ټغر ټول شو،د مکې له فتح وروسته په ټوله شبه جزيره نما عرب کي اسلام خپور شو، د عدالت، انصاف، مينې، محبت، ورورولۍ او پوره امنيت په درشل کي هغه انسانانو چي په سلونو کالونه ئې په خپل منځ کي يو بل سره وژل او جگړې ئې کولې د توحيد رسالت او ايمان په نور نوراني او يو د بل سره خواږه وروڼه، وروڼه شول.

د اوس او خزرج قبيلې چې يو سل شل (١٢٠) کاله ئې په خپل منځ کي دښمني درلوده رحمة العلمين صلى الله عليه وسلم له برکته ئې دا (١٢٠) کلنه دښمنۍ شاته واچوله په يوه مدرسه (محمدي مدرسه) او يو اسلامي صف کي سره را يو ځاى او د خوږو وروڼو په څير ئې گډ خوشحاله ژوند ته د مرگ تر وروستۍ ورځې پورې دوام ورکړ. د مريتوب او بادار، سپين او تور، عرب او عجم، آمر او معاون د توپيرونو جرړې ويستل شوي، باطل خدايان (بتان) له يوه سره نسکور او ټوټه ټوټه کړه شول او د احد لاشريک الله جل جلاله په منلو او عبادت سره ئې سخت نور شقې اوسرکشه زړونه د ايمان په پاکو اوبو ومينځل، د توحيد او رسالت په رڼائي روښانه نرم، پاک او باوري کړل، د هر چا صف معلوم شو، هغه معصومې ماشومې نجونې چي د مخه به د خپل پلار او ورور له خوا په ډير بې رحمې سره ژوندي تر خاورو لاندې کيدې، د ځان او کورنۍ لپاره به ئې عار او پيغور بللې اوس د پلار او ورور د سترگو تور او د زړه ټوټې شوې، د پلار او ورور په سترگو او زړه کې ئې ځاى ونيو او پوره حق ورکړه شوه.

چور چپاول، ظلم، بې عدالتى، غلا کډه بار کړه، داسې ډاډمن امنيت را منځته شو چي که د يمن څخه به شام ته چاپه يوازيتوب سره د سروزرو ټکړۍ به سر وړه ويره او ډار به ئې نه کيدو او په ډاډه زړه به ئې دا اوږد سفر کاوه.

هو! په ډير لږ وخت کي هغه د روم، شام او کسرا قصرونه کوم چي بي بي آمنې د رحمة العلمين صلى الله عليه وسلم د زيږيدو په وخت په نور کي روښانه ليدل ول او يا (٧٠) کاله وروسته عملاً د اسلام په نور منور او روښانه شول يانې د شام، روم او کسرا واکمنۍ ټولې د اسلام په واک کې ولويدې او اسلام پکې خپور شو ور پسې د محمدي مدرسې مخلصو شاگردانو د اسلام واکمنۍ تر هسپانيې، پرتگال پورې و رسوله او د نړۍ، گوټ گوټ ته ئې د توحيد رڼا و رسوله، د چين د کاشفر څوکي، د هند او بنگال د ساحل غاړې هم د اسلام په نور نوراني شوې، هغه د مدينې منورې په ښار کې وړوکى د اسلامي حکومت په لويه اسلامي نړۍ سره عوض شو، باطل خدايان څه باطل اديان هم يو په بل پسې له مينځه يوړل شول.

خو! نن د نړۍ په مسلمانانو او په خاصه توگه پر افغانانو ده چي د اوس او خزرج د قبيلو په څير خپل منځي اختلافات او تيرى دشمني او خوابدى، گيلې مانې شاته واچوى، د وروڼو په څير په يو صف کي سره را ټول شي، د اسلام او خپل اسلامي هيواد له حريم څخه په سر او مال دفاع وکړي، د اسلام او خاورې دښمنان چيرته چي مومي له پښو وغورځوي او خپله ناپاکه خاوره د دوى له چټلو قدمو څخه پاکه کړي.

 

هيوادوالو! گورئ يهودانو او نصرانيانو ستاسو په حريم تيرى کړى، ستاسو خپلواکۍ ئې صلب کړى ستاسو هېواد څخه ئې د وينو ډنډ جوړ کړى، يوه اونۍ وړاندې د وردگو په تنگي کي ئې د سهار لمانځه په مهال په جومات بمبارد وکړ، جومات او په جومات کي لمونځ غاړى ئې شهيدان او د جومات په څنگ کي په يوه کور کي ئې اوه کسان د مور پلار او دوه ځوان انجينران زامنو په شمول ئې او د بې گناه ديوې کورنۍ په شهادت ورسول، دا ستاسو بنسټيز دښمنان دي، راځې د رحمة العلمين د ميلاد د مبارکې ورځې د خوشحالې په محافلو کې کلک هوډ او تړو وکړو چي ددين او خاورې د ساتلو په لار کي په سر او مال قرباني ورکوو د دين او وطن دښمنان به له خاورې شړو، لوى او قدير خداى جل جلاله دې وکړي چي راتلونکى کال دا مبارکه ورځ په خپل وطن کي د اسلامي خپلواکه په درشل کي ونمانځو امين. درنښت.

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
April 2017
MTWTFSS
12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930