Home خانه / کور
د خوښۍ خبر
د خوښۍ خبر :
زموږ د افغانانود کلتوری ټولینی په سویډن کی دغه پاڼه چي د تخنیکي ستونزو له کبله د یوې مودې لپاره بنده سوې وه، دغه ده اوس مو بیرته د لیدونکو پر مخ پرانیسته.
اوقات رمضان المبارک 2022
اوقات رمضان المبارک مالمو
اوقات رمضان المبارک یوتبوری
اوقات رمضان المبارک بوروس
داستان مسجد ضرار
داستان مسجد ضرار
در آیاتی چند ازسوره ی توبه قرآن گروهی از منافقین را معرفى مى كند، گروهى كه با یك نقشه ماهرانه حساب شده وارد میدان شدند، ولى لطف الهى به یارى مسلمانان شتافت، و این نقشه نیز نقش بر آب شد. آیات راجع به یك داستان و واقعه اى خارجى نازل شده، و آن داستان بطورى كه از روایات مورد اتفاق برمى آید این بوده كه جماعتى از بنى عمرو بن عوف مسجد قبا را ساخته، از رسول خدا (ص) خواستند تا در آنجا نماز بخواند.
رسول خدا (ص) هم مسجد را افتتاح نموده، در آنجا به نماز ایستاد. بعد از این جریان، عده اى از منافقین بنى غنم بن عوف حسد برده در كنار مسجد قبا مسجد دیگرى ساختند تا براى نقشه چینى علیه مسلمین پایگاهى داشته باشند، و مؤمنین را از مسجد قبا متفرق سازند و نیز در آنجا متشكل شده، در انتظار ابى عامر راهب كه قول داده بود با لشكرى از روم به سوى آنها بیاید بنشینند، و رسول خدا (ص) را از مدینه بیرون كنند.
آريايیان
آريايیان
ورود آرياييان به سرزمين افغانستان در حدود ۲۵۰۰ سال قبل از میلاد تعایید شده است. آرين ها خود را اصيل و صاحب اخلاق نيکو می گفتند. در مورد سر زمين قبلی آن ها معلومات مؤثق در دست نيست، آن چه روشن است ورود آرياييان به افغانستان قديم از آن سوی دريای آمو به بخدی (بلخ) می باشد.
آرياييان در ابتدا زنده گی شبانی و کوچی داشتند. بعد از جابجا شدن در بخدی به زنده گی شهری رو آوردند. آن ها نظم خانواده گی داشتند. خانواده را (کولا) مي گفتند. چند کولا يک قبیله را تشکيل می داد، از چند قبيله يک قوم تشکيل می شد. محل زيست خويش را به نام (پور) ياد می کردند. همۀ اين نام ها در کلماتی مانند کهول، ميرويس، بگرام، شيرپور وغيره اکنون نيز معمول است.
مبدا تاريخ پنج هزار سالۀ افغانستان
مبدا تاريخ پنج هزار سالۀ افغانستان
افغانستان نيز آثار فراوان از دوره های قبل از تاريخ دارد. در مباحث گوناگون از تاريخ پنج هزار ساله افغانستان سخن به ميان می آيد. آيا مي دانيد که اين مطلب توسط کدام آثار و منابع ثابت شده است؟
باستان شناسان در منطقۀ باستانی منديگک واقع در شمال غرب شهر قندهار تحقيقات و حفاری هايی را انجام دادند. در نتيجۀ اين تحقيقات ثابت گرديد که سه هزار سال قبل از ميلاد جمعيت ها و باشنده گان منديگک بنياد تمدنی را گذاشته بودند، که ثبوت تاريخ پنج هزار ساله افغانستان می باشد.
در جريان حفريات، آثار و افزار متعددی از منديگک بدست آمد که نماينده گی از مدنيت وسيع در اين ساحه باستانی مي نمايد.
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ کړنې وستایلې
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ کړنې وستایلې
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، کب ۷ مه ۱۳۹۷
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ رئیس، مرستیالانو او کارکوونکو ته یې ستاینلیکونه ورکړل.
په ستایل شویو کې د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پیمان) ، مسلکی مرستیال ښاغلۍ انجنیر محمد کبیر، اداري مرستیال ښاغلۍ محمد شاه پور (عرب) ، اجرایی مرستیال او د ختیځو ولایتونو او کابل ښار مسوول ښاغلۍ استاد تمهیدالله (سیلاني) او دوه تنه نور کارکوونکي ښاغلۍ صفي الله (یوسفزی) اوښاغلۍ محمد شریف (یوسفزی) شامل دي.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال ښاغلۍ داکتر محمد آصف (صدیقي) د پیمان خیریه بنسټ د مشر او کارکوونکو د ستاینې پر مهال د دغه خیریه بنسټ فعالیتونه وستایل او دغه خیریه بنسټ یې یو فعال او تر ټولو مخکښ خیریه بنسټ یاد کړ.
هغه له دولتي ادارو، مرسته کوونکو موسسو او شمتنو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې مرستې د پیمان خیریه بنسټ له لارې تر یتیمانو، ګونډو او بېوزلو کورنیو ورسوي.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پیمان) د مشرانو جرګې د ستاینې له امله مننه او قدر داني کوي او ژمنه کوي، چې له اړمنو هېواد والو سره به خپلې مرستې د پخوا په څېر جاري ساتي.

!عید سعید فطر مبارک باد
عید سعید فطر مبارک باد!
دقایقی پیش عربستان سعودی فردا روز جمعه مورخ 25 جوزا مطابق 15 جولای، را روز اول عید سعید فطر اعلان کرد.
مسؤلین انجمن کلتوری افغانها در سویدن، فرا رسیدن حلول عید سعید فطر را به کافۀ ملت مسلمان افغانستان وهمه مسلمانان جهان بویژه خواهران و برادران افغان ما در سویدن تبریک و تهنیت عرض میدارند و از بارگاه ایزد متعال تمنا دارند تا این ایام خجسته و مملو از خیر و برکات به خوشی و صحتمندی در فضای امنیت و آرامش کامل، سپری گردد.
نمازاول عید سعید فطر در مسجد مدبوریاره پلتسن ساعت 07:00 ادأ میگردد:
له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه
له یوه ناروغ سړي سره د پیمان خیریه بنسټ مرسته وکړه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر، سه شنبې، غبرګولي ۱۵ مه
د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د پیمان خیریه بنسټ دا ځل د کابل ښار له یوه فلج شوي سړي سره چی د ګن شمیرکوچنۍ ماشو مان پلار دی، د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي له خوا شوې ده.
په دې مرسته کې یاد فلج شوي سړي ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، یو کیلو شین چای، نیم بوره او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د خوراکي توکو دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د یوه تن کارکوونکي محمد شریف له لوري یاد ناروغ پلار ته ور وسپارل شول.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو
د پیمان خیریه بنسټ رئیس وستایل شو
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۱۴ مه
د لوګر د مقام له خوا د پیمان خیریه بنسټ مشر ښاغلۍ محمد شاه پیمان د یوې لویې غونډې په ترڅکې په مننلیک وویاړل شو.
یاد مننلیک د والي محمد انور اسحاق زي د پیمان خیریه بنسټ یوه استازي ښاغلۍ محمد شریف یوسف زی ته د پوهنې بهیر د ملاتړ په غونډه کې ورکړ.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس په خپل شخصي لګښت یو شمېر ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا په مټ د اوبو د راېستلو سیستمونه فعال کړي او یو هم یو شمېر نورې اړینې مرستې کړې دي.
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
دفتر نمایندگی بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل مسدود گردیده و قابل اعتبار نمیباشد
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر
دفتر بنیاد خیریه پیمان در شهر کابل طبق فیصله مجلس اداری این بنیاد به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده و قابل اعتبار نمیباشد.
این دفتر در ساحه کارته نو شهر کابل فعالیت داشت که در حال حاضر دفتر متذکره به مرکز ولایت لوگر منتقل گردیده است.
تمام کاپی اسناد سابقه دفتر کابل هنوز هم به مسؤلین بنیاد خیریه پیمان سپرده نه شده و از اعتبار ساقط میباشد.
بنیاد خیریه پیمان در حال حاضر یک دفتر مرکزی در شهر پل علم مرکز ولایت لوگر داشته که این دفتر درداخل دارالعلوم محمدی فعالیت مینمایید.
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ د یوې کونډې مور لاس نیوی وکړ
کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه په کمپ کې د یوې ډېرې بېوزلې کونډې مور لاس نیوی وکړ.
دغه مور شپږ ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، ډېره بېوزله ده، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ څه نلري او اوس د پل شینه په کمپ کې د خټو په یوه خونه کې شپې ورځې سبا کوي.
یادې مور په ژړا غوني حالت د پیمان خیریه بنسټ ته وویل، چې بېوزلي ژوند مې سخت خراب کړی، د بېوزلۍ له لاسه مشر زوی ته مې رواني تکلیف پیدا شوی او آن اعصابو یې هم کار پریښی دی.
دغې مور له دېرې ژړا وروسته وویل، هره ورځ د خلکو په کورونو کې کالي مینځمه او له دې لارې د خپلو بچیانو نفقه پیدا کومه، څو ماشومان مې وږي پاتې نه شي.
د پیمان خیریه بنسټ د دغې بیوزلې مور د ژوند له څېړلو وروسته له دغې مور سره د یو بوجۍ اوړو، یو بوجۍ ورېجو، پنځه لیټره غوړیو، نیم من بورې، یو کیلو شین چای او د دولس بستو مالګې مرسته وکړه.
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ د پل شینه کمپ له یوې کونډې سره مرسته وکړه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ رسنیز دفتر، شنبه، غبرګولي ۱۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ له خوا د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د پل شینه کمپ له یوې بېوزلې کونډې مور سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده میرمنه څلور ماشومان لري، خاوند یې شهید شوی، د ننګرهار د خوګیانیو اوسیدونکې ده، خو دلته د نا امنیو له کبله را ګډه شوې او اوس له خپلو ماشومانو سره د خټو په یوه کوټه کې اوسیږي.
دغه میرمنه وایي، د دې لپاره چې ماشومان یې وږي، تږي پاتې نه شي، هره ورځ ښار ته ځي او هلته هکۍ او نور خوراکي مواد پلوري او له دې لارې د خپلو ماشومانو خوراک او څښاک برابروي.
د پیمان خیریه بنسټ دغې بېوزلې او کونډې میرمنې ته په خپله مرسته کې یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لیټره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل.
له دې مور سره یاده مرسته د ښاغلي میرویس له خوا، چې دا مهال په سویډن کې اوسیږي د خدای ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وشوه.
ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
!پیمان خيریه بنسټ وپېژنئ
پیمان خيریه بنسټ وپېژنئ!
د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دا خیریه بنست هېڅ ډول سیاسي، شخصي او غیر قانوني فعالیت نه ترسره کوي.
دا بنسټ د عدلیې وزارت سره په رسمي توګه ثبت او راجستر دی.
دهر زون مسوول یې د رسمي مکتبوب په واسطه د ولایتونو مقامونو او نورو اداراتو ته ور پېژندل کیږي...
د دې بسنټ له مقرراتو څخه یوهم دادئ چې مستحقې کورنۍ ته عاجلې مرستې رسوي...
ددې بنسټ کارکوونکي پرته له معاش څخه د الله ج د رضا لپاره کار کوي.
ددې بنسټ مرستې د پانګوالو او نورو شخصي مرستو پر اساس ولاړې دي.
نن د یو غریب نوی مهاجر شوی او ژړونکی پلار سره مرسته وشوه
نن د یو غریب نوی مهاجر شوی او ژړونکی پلار سره مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې دغې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیريه بنسټ لخوا مصاحبه شوې وه... نن یو ورور ښاغلی میرویس عابد له سویدن څخه نوموړي کورنۍ سره مرسته کړې، چې د پیمان خیریه بنسټ شرقي زون مسوول تمهید الله سیلاني لخوا ورته وسپارل شوه. د ښاغلي میرویس عابد څخه نړۍ مننه ! چې خپلو هېواد والو ته د مرستې لاس ورکوي. الله ج دې د میرویس ورور صدقه په خپل دربار قبوله کړي.
هېواد والو که تاسې هم غواړئ خپله صدقه، زکات او مرستې داسې بېوزله کورنیو ته ورسوئ! نو، پیمان خیریه بنسټ سره اړیکه ونیسئ.
ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
دا زهير او ناروغ بابا د هلمند ولايت څخه دبهسودو ولسوالۍ، د پښتونستان سيمې ته را کډه شوی
دا زهير او ناروغ بابا د هلمند ولايت څخه دبهسودو ولسوالۍ، د پښتونستان سيمې ته را کډه شوی
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دی په يوه نيمه چهار دويوالي شوي کور کې د يوې خيمې لاندې په داسې حالت کې ژوند کوي، چې نه برېښنا، نه خواړه او نه نور د ژوند امکانات لري..بابا خپل مشر زوی او مېرمن د هلمند په جګړو کې له لاسه وکړي. اوس ناروغه بابا د دوو وړو زامنو او دوه نجونو سرپرستي کوي. دی وايي: (( سهار ښار ته ځم، خير ټولوم. که چا مرسته را سره وکړه، ښه ده او کنه بېرته راځم او د خدای په هېله ورځې شپې سبا کوم.
د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې، غبرګولي ۹ مه
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب د سیمې له یو بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی همایون پیمان د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت کړې ده.
په دې مرسته کې دې کورنۍ ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ د نور کلونو په څېر بیاهم د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو لاس نیوی کړی او تر اوسه یې له شاوخوا ۷۰ کورنیو سره نغدي او د خوراکي موادو مرستې کړې دي.
د یادو مرستو موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو کورنیو لاسنیوی دی، چې د روژه ماتي لپاره په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده ګرځي.
ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
!!!د ولسمشر زېږون ځای کې یو ماشوم لوږې وژلی
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې، غبرګولي ۹ مه

د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې میرمنې سره مرسته وکړه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۶ مه
د پیمان خیریه بنسټ د لوګر په مرکز پورې اړوند د تطورو کلي له یوې بېوزلې کونډې سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د ولایت مقام په لارښوونه تر سروي وروسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی جاوید پیمان له خوا د الله ج د رضا او د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وشوه.
په دې مرسته کې یادې میرمنې ته د ۳ زره افغانیو په ارزښت یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې ،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شوي دي.
د یادې میرمنې خاوند لس کاله مخکې په یوه پېښه کې شهید شوی او اوس دوه کوچني ماشومان لري، چې له سرپرست پرته په ډېر کمزوري اقتصادي حالت کې ژوند کوي.