Home خانه / کور
!د پیمان خیریه بنسټ له یوې بېوزلې کونډې سره مرسته وکړه

یو ۷۵ کلن بابا سره د ۴۰۰۰ افغانیو خوراکي توکو او زرافغانۍ نقدي مرسته وشوه
یو ۷۵ کلن بابا سره د ۴۰۰۰ افغانیو خوراکي توکو او زرافغانۍ نقدي مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، غبرګولي ۶ مه
نن د پیمان خیريه بنسټ له لوري د ننګرهار ښار اړوند، بابري سیمه کې یو ۷۵ کلن بابا سره د ۴۰۰۰ افغانیو خوراکي توکو او زرافغانۍ نقدي مرسته وشوه. دا مرسته یو ورور میرویس عابد له سویدن څخه دې کورنۍ سره کړې وه، چې دپیمان خیریه بنسټ شرقي زون مسؤل تمهید الله سیلاني له ورته وسپارل شوه.
د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار له یوې بېوزلې کورنۍ سره د دویم ځل لپاره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار له یوې بېوزلې کورنۍ سره د دویم ځل لپاره مرسته وکړه
کابل، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، غبرګولي ۶ مه
د پیمان خیریه بنسټ د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د شین پل سیمې له یوې بېوزلۍ کورنۍ سره د ۱۰۱۶۹ افغانیو په ارزښت د دویم ځل لپاره خوراکي او نورو توکو مرسته وکړه.
په دې مرسته کې چی پیمان دخیریه بنسټ د یو غړي ښاغلۍ محمد شریف یوسف زی په واسطه یادې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه ، دوه بوجۍ ورېجې، دوه بوشکې غوړي، یو من بوره، دوه کیلو شین چای، نیم من لوبیا، دوه کیلو غوښه، یو بسته مالګه، یو من پیاز، یو من کچالو، ۴ متره پلاستیکي فرش، ۳ توشکې، ۳ بالښتونه او یو کیلو د کالیو مینځلو پوډر ورکړل شو.
له دې کورنۍ سره د پلاستیکي فرش، بالښتونو او توشکو مرسته د پیمان خیریه بنسټ عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان او د خوراکي توکو مرسته د ده د میرمنې آغلې بي بي حاجي له خوا شوې ده.
ددې کورنۍ په هکله پشپړ راپور په ویدیوکې وګورئ!
!دې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیریه بنسټ له لوري لس زره افغانۍاو د خوراکي توکو مرسته وشوه
دې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیریه بنسټ له لوري لس زره افغانۍاو د خوراکي توکو مرسته وشوه!
کابل، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دا کورنۍ د ارزان قیمت د پل شينه په سیمه کې، په یو تش په نوم کور (سرپنا) کې ژوند کوي.
ذهیر،خوار او مظلوم بابا خپل مالي ګټونکی اتلس کلن زوی په لوګر کې په یوه چاودنه کې له لاس وکړی او د شپږ کالو راهیسې، دی او مېرمن یې په کابل د خپلو وړو ماشومانو د ساتلو او بقا لپاره خیر ټولوي.
د بابا یو وړوکی ګولالی زوی د سرطان ْپه ناروغۍ اخته دی. ډاکټرانو ورته ویلي: چې هره میاشت باید ۵۰۰ سي سي وینه ورته بدله شي... خو بابا راته په ژړغونکي غږ وویل: د وینې د اخستلو توان یې نه لرم، شفاخانو ته ځم او په سوال خپل زوئ ته وینه غواړم. ترڅو ژوند یې وژغورل شي.
!نن د پیمان خیریه بنسټ لخوا د یو یتیمی او بیوزلی کورنۍ سره د خوراکي تو کو مرسته وشوه
نن د پیمان خیریه بنسټ لخوا د یو یتیمی او بیوزلی کورنۍ سره د خوراکي تو کو مرسته وشوه!
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
احسان الله او ورونه یې چې لا ماشومان دي، د اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي، نن د پیمان د خیریه بنسټ د شرقی ولایاتو مسؤل ښاغلي تمهیدالله سیلانی ورته د جاوید عابد په نوم یو افغان ورور چی دسویډن نه یی ورته مرسته لیږلی ول نوموړی بیوزلی کورنی ته وسپارل احسان الله هغه ماشوم دی، چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي....
نن د پیمان خیریه بنسټ لخوا ورسره د خوراکي تو کو مرسته وشوه.
!میاشتی ثواب وګټی او ددغه کونډی مورکی دعا واخلی
میاشتی ثواب وګټی او ددغه کونډی مورکی دعا واخلی!
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
هېواد والو! په خپلو مرستو د یوې مظلومې کورنۍ ژوند وژغورئ.
احسان الله او ورونه یې چې لا ماشومان دي، د اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي. دی کله رنګ مال سره شاکردي کوي، کله مندوي کې له خپلو ورونو سره شاقه کارونه کوي.... په دې ډول د خپلې کورنۍ مصارف پوره کوي. هغه وايي: موږ د ورځې ۳۰۰ کلدارې ګټو او په دې دکور سرپرستي کوو..
ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه
ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مې له یو ناروغ فتح الله سره د یو ملګری په دوکان کی مصاحبه کړې وه، نن ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، نوموړی مریض فتح الله سره د خوراکي توکو مرسته مرسته کړې، دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان مشر ځوی ښاغلي جاوید (عابد) د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وکړه. په دې مرسته کې پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلوبوره، یوکیلوشین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول. چې دپیمان خیريه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې
ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مې له ناروغ او بوډا باباجان سره مصاحبه کړې وه، نن یو ورور ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې، چې دپیمان خیريه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه
ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مو چې یوې بې وزلې مورکۍ سره مصاحبه کړې وه، یو ورور ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه، چې دپیمان خیریه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
لوگر، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر جمعه، غویي ۲۸ مه
په لوگر کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ محمد شریف یوسفزی نن د جمعی ورځ د روژی مبارک په دوهم ورځ د دوه اړینی بیوزلی کورنیو سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا دواړه کورنی د لوګر ولايت په زرغون ښار سيمه کې اوسيږي، یوی ډیر سپین ژیری دی او د بل خاوند څو کاله پخوا مړ شوی او کونډه ده د ګټی یی څوک نشته ماشومان یی واړه دی.
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر پنجشنبه، غویي ۲۷ مه
په ننګرهار کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ تمهیدالله سیلانی نن د روژی مبارک په لمړۍ ورځ د یو اړینی بیوزلی کورنۍ سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا مورکۍ د ننګرهار ولايت په انګور باغ سيمه کې اوسيږي، خاوند يې څو کاله پخوا مړ شوی.
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتودفتر دوشنبه، غویي ۲۴ مه
د پیمان خیریه بنسټ په لوګر کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو،معیوبینو،معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه،چې ۱۱۸۶۷۵ افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۲ کورنیو ته، په هرې کورنۍ د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه،۲۴ کیلو ورېجې،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې پنځو کورنیو ته ۲۲۶۷۵ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې په هرې کورنۍ ۷ زره، ۶ زره، ۴ زره، ۳۶۷۵ او ۲ زره افغانۍ ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
شنبه، غویي ۲۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر
په کابل ښار کې له ۱۷ کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو سره د پیمان خیریه بنسټ د خوراکي موادو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د لوی خدای (ج) د رضا، د ثواب لاسته راوړلو او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ وکړه، چې ټول ټال ۱۰۴۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې ۱۵ کورنیو ته د ۴۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي او دغه راز له دوو نورو کورنیو سره ۵۹۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
دوشنبه، کب ۲۸ مه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د واغجان په کلي کې د امام کوفي (رح) جومات ته نوی رنګ ورکړل شو.
دغه جومات ته د پیمان خیریه بنسټ له خوا نوی رنګ ورکړل شوی، چې پر رنګولو یې ۱۲ زره افغانۍ لګیدلي دي.
د پیمان خیریه بنسټ یاد جومات د لوی خدای (ج) د رضا لپاره د واغجان د کلي د قومي مخورو په غوښتنه رنګ کړی دی.
د واغجان د کلي اوسیدونکي وایي،، چې دوی د جومات رنګولو ته ډېر خوښ دي او د پیمان خیریه بنسټ دا اسلامي خدمتونه ستایي.
د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ په کابل کې له لسو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه
پنجشنبه، کب ۲۴ مه
د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د رحمن مینې له لسو کونډو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د پیمان خیریه بنسټ په سیمه ییز دفتر کې جوړه شوې وه، په کابل ښار کې د دغه بنسټ د سیمه ییز دفتر مسوول محمد ناصر غیرت او ځایي قومي مخورو ګډون کړی وو.
دغه مرسته د لوی خدای ( ج ) د رضا لپاره د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان وکړه، چې ۱۵۱۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ورکړل شول، چې د هرې کورنۍ مرسته ۱۵۱۰ افغانۍ ارزښت لري.
د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له یوه جومات سره د موکټ مرسته وکړه
چهارشنبه، کب ۲۳ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په سیمه کې د ویس قرني له جومات سره د ۳۶ متره موکټ مرسته وشوه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ، د لوی خدای (ج) د رضا او ثواب لاسته راوړلو په موخه وکړه، چې ۱۸ زره افغانۍ ارزښت لري.
دغه موکټ د پیمان خیریه بنسټ د مرستیال محمد شاپورعرب له خوا د یاد جومات ملا امام او ځایي مخورو ته وسپارل شو، چې تر سپارلو وروسته په یاد جومات کې د لمونځ کوونکو لپاره هوار شو.
د مغل خیلو د کلي قومي مخورو د پیمان خیریه بنسټ له دې مرستې مننه وکړه، او دا یې له سترو ثوابونو ډک کار وباله.
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
جمعه، کب ۱۸ مه
د پیمان خیریه بنسټ له خوا په لوګر ولایت کې له ۳۶ کونډو، یتیمانو، معیوبینو او بېوزلو کورنیو سره د اوړو او غوړیو مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د ښځو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه د پیمان خیریه بنسټ مرستیال محمد شاپورعرب، د ښځو چارو رئیسه شیما زرګر او یو شمېر نورو محلي چارواکو ګډون کړی وو.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان وکړه، چې ټول ټال ۵۴۳۶۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۵۱۰ افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه او پنځه لیتره غوړي ور کړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ جومات جوړوي
د پیمان خیریه بنسټ جومات جوړوي
د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتودفتر
سه شنبې د تلې ۱۸ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د مغل خیلو په کلي کې د ویس قرني په نوم جومات ته د ودانۍ جوړېدو کار د یوې غونډې په ترڅکې پیل شو.
د یاد جومات د کار پیلېدو په مراسمو کې د پیمان خیریه بنسټ مرستیال محمد شاپورعرب، په محمدآغې ولسوالۍ کې د دغه خیریه بنسټ د ساحوي دفتر مسوول صفي الله یوسفزي، د مغلوخیلو د کلي دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
یاد جومات د لوی خدای (ج) د رضا، د لمونځ کوونکو لپاره د ښه چاپیریال برابرولو او د ثواب د تر لاسه کولو لپاره د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلی الحاج محمد شاه پیمان او د نوموړۍ د وروڼو په شخصي پانګې جوړوي.
د ویس قرني (رح) جومات په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړیږي، چې په یوه وخت کې به د ۴ سوه لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.
سيد جمال الدين افغان
سيد جمال الدين افغان
سيد جمال الدين افغان په 1254 ق كال د كونړ په اسعد آباد كي وزيږېدى او دپلار نوم يي سيد صفد وو. د سيد جمال الدين افغان كورنۍ د امير دوست محمد خان دحکومت په وخت كي كابل ته راغى اوهلته ميشت شو.
سيد جمال الدين افغان ډېر ځيرك او هوښيار وو. دفكر پراخي يې دومره وه چي په لږ وخت كي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده كړې .
سيد جمال الدين افغان پر اتلس كلنۍ کې صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، فقه، حديث ، عقايد ، اصول، كلام، منظق، هندسه ، رياضى او طب ختم كړل . ده له ډېر ځراكت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم كوله او په هر برخه كي يې د خلکو د ويښتيا او هوسايني لپاره يو نوى نظر او پېغام ډګر ته را ايستى .
دعوت رسمی
دعوت رسمی
چندی قبل سفیر کبیر جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اُسلو محترم محمدیحیی معروفی دعوتنامه رسمی عنوانی انجمن کلتوری افغانها در سویدن ، فرستاده بود که درین دعوتنامه از رئیس انجمن کلتوری افغانها در سویدن محترم انجینر محمدهاشم رسماً دعوت بعمل آمده بود که درجشن آزادی کشور عزیز ما افغانستان که در شهر اسلو- ناروی از طرف سفارت جمهوری اسلامی افغانستان برگذارمیشد شرکت نماید.
رئیس انجمن کلتوری افغانها در سویدن دعوت را پذیرفت و بتاریخ ١٤ ، ٠٩ ، ٢٠٠٦ دراین محفل با شکوه ، شرکت نمودند.